د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

خلیل‌زاد د طالبانو په اړه امریکايي سناتورانو ته د تړلو دروازو تر شا څه وویل؟


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

جمهوري غوښتونکی سناتور او د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جېم ریچ وایي، زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی، خو د هغه په وینا مسئله دا ده چې په‌دې برخه کې تر څه حده پرمختګ شوی او ایا هغه نهایي هدف چې د سولې موافقه ده، ترلاسه کېدای شي.

ښاغلي ریچ دغه څرګندونې پرون د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د تړلو دروازو تر شا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ته د سولې د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړل.

د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې ډموکرات سناتور او د دې کمېټې غړي باب میندز ویلي چې د امریکا خلک له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بېرته ستنېدو غوښتونکي دي او دې هدف ته رسېدل ډېر مهم دي.

ارشیف، جمهوري غوښتونکی سناتوراو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جېم ریچ 07Dec2011
ارشیف، جمهوري غوښتونکی سناتوراو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جېم ریچ 07Dec2011

میندز دغه‌راز ویلي چې سولې ته رسېدل او په‌دې برخه کې د ښاغلي خلیل‌زاد د خوشبینۍ په اړه د امریکا د استخاراتي ادارو په لیدلورو کې ژور اختلاف موجود دی.

له بلې‌خوا د انډیانا له ایالته جمهوري غوښتونکی سناتور تاد یانګ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې له سپینې ماڼۍ څخه د زیات شفافیت غوښتنه وکړه.

له کله چې خلیل‌زاد ته دغه دنده سپارل شوې تر اوسه‌یې د طالبانو له استازو سره ۶ ځلې خبرې کړي، خو دا لومړی ځل دی چې نوموړی له امریکایي قانون جوړونکو سره په غونډه کې په‌دې اړه خبرې کوي.

په قطر کې د ۶م ځل خبرو تر پای ته رسېدو وروسته دواړو لورو بیا هم د پرمختګونو خبره کړې، خو تر اوسه په‌دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه‌تر سترګو کېږي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د دې مسئلې یقیني کول چې د دې هېواد له خاورې به بیا پر امریکا د حملې لپاره کار نه‌اخیستل کېږي، د بین‌الافغاني خبرو پیلېدل او اوربند هغه مسایل دي چې ښاغلي خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه ویلي تر هغو چې په ټولو دغو مسئلو توافق نه‌وي شوی، پر هېڅ یوې مسئلې موافقه نه‌شي کېدای.

په افغانستان کې د امریکا جګړه چې ۱۸م کال ته غځېدلې تر اوسه په‌کې له ۲۳۰۰ زیات امریکایي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په میلیاردونو ډالر هم پرې لګېدلي دي.

په اوس وخت کې ۱۴ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې دېره دي او د امریکا د استخباراتو جګ‌پوړو چارواکو تل دا خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت خطرناک دی او کېدای شي بیا د ترهګرو پر یوه پناه ځای بدل شي.

XS
SM
MD
LG