د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د هلمند په مرکزي او امن ولسوالیو کې ناامنیو زور اخیستی


افغان ځواکونه په لښکرګاه کې د عملیاتو پر مهال, 23 May 2019
افغان ځواکونه په لښکرګاه کې د عملیاتو پر مهال, 23 May 2019

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه پر شااوخوا د پرتو مرکزي او امن ولسوالیو پر امنیتي کمربندونو او د افغان ځواکونو پر پوستو یو ځل بیا د وسله‌والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

د نادعلي، ناوې او ګرشک ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په هغه سیمو کې پر پوستو او امنیتي کمربند بریدونه ډېر شوي دي چې حکومتي سرتېرو په روان میلادي کال کې د وسله‌والو څخه بېرته نیولې دي.

د نادعلي اوسېدونکی عبدالله وايي، دوی څلور میاشتې کېږي چې د «لوی مانده» سیمې ته کډه شوي دي، خو د تازه پیل شویو بریدونو له امله اندېښمن دي او د خلکو عادي ژوند او کاروبار يې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دولتي چارواکي هم مني چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي، خو قومي مشران او متنفذین وايي، د امنیتي ځواکونو رهبري کمزورې ده او نه‌شي کولای روان ناسم حالت سم رهبري کړي.

په‌دې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:00 0:00

XS
SM
MD
LG