د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د سې شنبې په ورځ د ایرلنډ ټیم ته په دوهمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۲۶ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ یو په یو مساوي پای ته ورسېده.
پرونۍ لوبه چې د ایرلنډ په بلفاسټ لوبغالي کې وشوه، پچه ایرلنډ وګټله او افغان لوبډلې تهیې لومړی د بېټنګ بلنه ورکړه چې افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۳۰۶ منډو ستر هدف وټاکه.
ایرلنډ لوبډله په خپله پاڼۍ کې د افغان توپ اچوونکو لهخوا تر سخت فشار لاندې راغله چې په ۴۲م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې پوره کړای شوې او لوبهیې په یو لوی توپیر افغانستان ته وبایلله.
د ایرلنډ پر وړاندې دې لوبه کې شهزاد محمدي د ۱۰۱ منډو په جوړولو په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله شپږمه سلیزه پوره کړه.
تر دې دوه ورځې مخکې ایرلنډ له افغانستان څخه لومړنۍ لوبه ګټلې وه.
ټاکل شوې د افغانستان راتلونکي تمریني لوبې د جمعې په ورځ له پاکستان او دوشنبې په ورځ له انګلستان سره ترسره شي.
راتلونکې پنجشنبې د مې په ۳۰مه نېټه په بریتانیا کې د کرکټ د نړیوال جام لوبې هم پیلېږي.
پهدې لوبو کې افغانستان د جون په لومړنۍ نېټه د استرالیا سره مخ کېږي.