د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونه د افغانستان په خاوره کې د القاعدې د جنګیالیو او داعش شتون تأییدوي او داعش ډله یوه ډېر خطرناکه سازمان یادوي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت او امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۳۰» په کابل په یوه ناسته کې په سیمه کې داعش ته اندېښنه ښکاره کړه.
ښاغلي مېلر وویل:
"داعش ډېر خطرناکه سازمان دی. کله چې د ترهګرۍ په باره کې خبرې کوو د افغانستان لپاره خطرناکه دی، سیمې ته ډېر خطرناکه دی نتیجهیې موږ لیدلې او نړۍ ته ډېر خطرناکه دی، موږ یې باید له نږدې وڅارو."
ښاغلی مېلر زیاتوي:
"موږ له افغاني شریکانو سره پر داعش زورور تمرکز لرو او فشار ته ادامه ورکوو، موږ دوی په کابل او ځینو ولایتونو کې لیدلي او که په هر ځای کې ولیدل شي، ترفشار لاندې به راشي."
خو افغان چارواکو تل په افغانستان کې د داعش ځپل او د خلکو د مذهبي باورونو په اساس، د دغې ډلې ماته تأیید کړې ده.
خو د اسوشیټېډ پرس د راپور په اساس، د روسیې د امنیتي خدماتو د مهم استخباراتي بنسټ رئیس الکساندر بورتنیکوف ویلي، د افغانستان په شمال کې د داعش څه باندې پنځه زره جنګیالي راټول شوي دي.
ده د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته په خپل سفر کې سربېره پر دې چې د سرحداتو په جدي کنټرولیې ټینګار کړی، ویلي چې دا هغه جنګیالي دي چې مخکې له دې د داعش ترڅنګ په سوریه کې جنګېدلي دي.
پخوا تر دې د ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې د داعش د فعالیتونو خبر ورکړل شوی و، خو په دې وروستیو کې یې په شمال کې هم د فعالیتونو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.
د امریکا دا څلور ستوریز جنرال مېلر د دغو دوو ډلو "داعش او القاعدې" د جنګیالیو د شمېر په اړه څه نهوايي، خو زیاتوي:
"څه چې اوسمهال د دغو دوو ډلو لیدل کېږي، د دوی د مسیر څرنګوالی او توانمندي ده چې په راتلونکي کې څه پلان لري، خو په دواړو حالتونو کې زهيې افغانستان او نړۍ ته ګواښ ګڼم."
پاکستان تل په افغانستان کې د ترورېستي ډلو او په تېره د طالبانو او القاعدې په ملاتړ تورن شوی، خو دغه هېواد دا تورونه رد کړي دي.
طالبانو ډېر کلونه د القاعدې د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن او داسې نورو ډلو ته په افغانستان کې پټنځای ورکړی و.
امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې په ناستو کې چې شپږ پړاونهیې ترسره شوي، په دې تأکید کړی چې دغه ډله دې خپلې اړیکې له القاعده سره پرې کړي او له افغانستانه دې د نورو هېوادونو پر ضد ګټه وانهخیستل شي، خو تر اوسه دواړه لوري وروستۍ هوکړې ته نهدي رسېدلي.
راپور: خان محمد سیند