د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د وسله‌والو حملو له کبله د دولت کارکوونکې ميندې د اولادونو لپاره اندېښنه لري


د کابل د شهرنو په سیمه کې د وسله‌وال برید د مهال یو انځور
د کابل د شهرنو په سیمه کې د وسله‌وال برید د مهال یو انځور

په کابل کې د حملو له زياتېدو سره د دولت کارکوونکې ميندې د خپلو اولادونو په خاطر اندېښمنې دي.

لوی شمېر يې خپل کوچنيان له ځان سره دولتي وړکتونونو ته بيايي، خو پر دولتي ودانیو د بریدونو له زياتېدو سره د دغو میندو اندېښنې هم زياتې شوې دي.

د دولت کارکوونکې مینه احمدي یوه مياشت مخکې په خپل دفتر کې ناسته وه چې یوې لويې چاودنې د کړکیو شیشې ماتې کړې او په ټوله ودانۍ کې ترهه خپره شوه.

د دې پر ځای چې مینه احمدي خپل ځان تر خوندي ځایه ورسوي، دې د ودانۍ لاندیني پوړ ته وځغستل چې خپله دوه کلنه لور وژغوري.

لور يې د دې د کاري وخت پر مهال په دولتي وړکتون کې وي.

یوه مياشت وروسته مینه احمدي هغه ورځ په يادوي او وايي:

"ډېر بد حال و، میندې، کوچنيان، ښوونکي، ټول ډېر اندېښمن او حیران وو، هېڅ نه‌پوهېدل چې کومې خوا ته ځان وباسي."

اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې د افغانستان پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هغې حملې مسؤلیت ومانه.

مینه احمدي له هغو ښځو ده چې له حملې وروسته‌یې پر دې فکر وکړ چې نور به د کار ځای ته خپل کوچنيان ورسره نه‌بیايي.

مېرمن احمدي وايي چې ځينې ښځې نور خپل کوچنيان له ځان سره د کار ځای ته نه‌بيايي او ځينو یې له خپلو دندو استعفا وکړه.

دا وایي:

"یوه شېبه مې فکر وکړ چې که ترورېستان زموږ خوا ته لاسي بم راوغورځوي، یا زموږ د سرونو پرې کولو ته راشي، موږ به څه کوو، زه شوک وم او نه‌پوهېدم چې څه وکړم؟"

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي او طالبانو په قطر کې په دې وروستیو کې د سولې د خبرو وروستی پړاو پای ته ورساوه.

امریکا له طالبانو تضمین غواړي چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې د حملو لپاره نه‌کارېږي.

XS
SM
MD
LG