د برښنا د پوروړو، سارقینو او سرغړوونکو د عدلي او قضايي تعقیب لپاره د لویې څارنوالۍ او برښنا شرکت له لوري ګډه کمېټه جوړېږي.
د برښنا شرکت د برښنا د سرغړوونکو د نیولو او عدلي او قضايي تعقیب ترڅنګ خبرداری ورکوي چې د چهارشنبې له ورځې څخه به د هغو لوړپوړو دولتي چارواکو، وکیلانو او د کابینې د یو شمېر غړو نومونه هم افشا کړي چې د افغانستان د برښنا له شرکته، په میلیونونه افغانۍ پوروړي دي.
د برښنا شرکت مشر امانالله غالب د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۳۰» له لویې څارنوالۍ سره د همکاریو د تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د برښنا د سارقینو او سرغړوونکو د عدلي او قضايي تعقیب لپاره د لویې څارنوالۍ او برښنا شرکت له لوري دغه ګډه کمېټه به اړوندو دوسیو ته رسېدنه وکړي.
دی وايي:
"دا کمېټه نهیوازې په مرکز، بلکې په ټولو ولایتونو کې کار کوي او د پوروړو او سرغړوونکو دوسیې څېړي او قانوني اقدامات کوي، د دې تر څنګ سر له سبا د هغو پوروړو نوملړ هم د رسنیو په واک کې ورکول کېږي چې پوروړي دي، پهدې لېست کې یو شمېر قوماندانان، سیاسیون، جهادي مشران، د کابینې غړي، وکیلان او رسمي دولتي ادارې شاملې دي."
نوموړي وویل، د دې تر څنګ برښنا شرکت په ۲۷ ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله هم نهشي کولای چې په کلني ډول تر ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي او دا رقم د وسلهوالو مخالفانو جېبونو ته ځي.
برښنا شرکت تر دې مخکې هم د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو نومونه افشا کړي چې له دوی په میلیونونو افغانۍ پوروړي دي.
برښنا شرکت دا هم وايي چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې یې د برښنا د ۳۰۰ پوروړو نومونه لویې څارنوالۍ ته سپارلي چې له دوی څخه ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې دي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د برښنا د لګښت د پوروړو لېستونه ور رسېدلي او ډېر ژر بهيې پر وړاندې د قانوني اجرااتو راپور خپور کړي.
د لویې څارنوالۍ مرستیال نور حبیب جلال پهدغه ناسته کې وویل:
"زه یو ځل بیا برښنا شرکت ته ډاډ ورکوم، هغه کسان چې د جرم مرتکبېږي، سرغړونې کوي او برښنا غلا کوي او یا د برښنا تأسیساتو ته زیان رسوي، له پېژندلو وروسته موږ ژمن یو چې د قانون په رڼا کې یې تر عدلي څار لاندې ونیسو."
یو شمېر کارپوهان له دې ډلې اذرخش حافظي وايي، که څه هم برښنا شرکت تر دې مخکې هم د سلګونه کسانو نومونه لویې څارنوالۍ ته سپارلي، خو لا یې هم دوسیو ته رسېدنه نهده شوې.
دوی وايي، که د برښنا پر پوروړو، پورونه همداسې پاتې شي، د برښنا شرکت به ونهتوانېږي چې نورو مستحقو او اړو خلکو ته نوې برښنا ورکړي او په ورته وخت کې صادروونکو هېوادونو ته هم د دوی پیسې په خپل وخت ورنهکړل شي د برښنا واردات به کم کړي.
راپور: ناجیه ساپۍ