د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

بې‌کاري، اقتصاد او امنیت د هند د راتلونکي حکومت پر وړاندې ننګونې


د نوې ډېلي په چاندني چوک کې روان یو تن
د نوې ډېلي په چاندني چوک کې روان یو تن

په هندوستان کې تر عمومي انتخاباتو وروسته، نظر پوښتنې اټکل کوي چې د دې هېواد واکمن ګوند بهارتیا جنتا ګوند تر هغې چې تمه‌یې کېده، ښه نتایج ترلاسه کړي.

د هندوستان د اوو پړاوونو عمومي انتخاباتو ته په نړۍ کې د ولسواکۍ د یو لوی تمرین په سترګه کتل کېږي.

دې انتخاباتو کې رأی ورکول چې د اپرېل په ۱۱مه پیل شوي وو، د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل.

تر رأی ورکولو وروسته نظرپوښتنې ښيي چې د نرېندرا مودي بهارتیا جنتا ګوند او ائتلافي شریکانو یې تر هغې چې تمه‌یې کېده هم ښه نتایج ترلاسه کړي.

د روېټرز خبري اژانس د بهارتیا جنتا ګوند یا «بي. جي. پي» د دوو سرچینو په حواله چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستل شوي ویلي، دا ګوند د نوي حکومت د جوړولو لپاره د خپلو شریکانو سره د خبرو اترو تابیا نیسي.

د دې سرچینو په وینا دا خبرې اترې ښايي د سې شنبې په ناوخته ترسره شي.

له بلې‌خوا ټاکل شوې چې د هندوستان د دې عمومي انتخاباتو رأیې د پنجشنبې په ورځ وشمېرل شي او په همدې ورځ‌یې پایلې هم اعلان شي.

خو نړیوالې رسنۍ وايي، هندو نېشنلست مشر نرېندرا مودي به په خپل نوي حکومت کې اړ وي چې د بې‌کارۍ څخه نیولې تر ورو اقتصادي ودې پورې یو لړ هغه ستونزې کابو کړي چې هندوستان ورسره دا مهال لاس او ګرېوان دی.

  • بې‌کاري

د روېټرز خبري اژانس په وینا په هندوستان کې په اټکلي توګه هره میاشت تر یو میلیون او ۲۰۰ زرو زیات ځوانان د کار مارکېټ ته راځي او د دوی لپاره د کارموندنې شرایط برابرول به د نوي حکومت پر وړاندې لویه ننګونه وي.

اقتصاد پوهان وايي، د هند راتلونکی صدراعظم باید پانګه‌وال وهڅوي، څو داسې پانګونه وکړي چې خلکو ته دندې پیدا شي.

د هندوستان د اقتصاد یوه څارونکي تحقیقي اداره وايي، په‌دې هېواد کې د اپرېل په میاشت کې بې‌کاري ۷،۶ سلنې ته پورته شوه چې دا له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د بې‌کارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

  • اقتصاد

د هند اقتصادي وده په اکټوبر او ډسمبر کې ۶،۶ سلنې ته، پنځه ربعې راکمه شوه او داسې ښکاري چې نوره به هم ورو شي.

اقتصاد پوهان د رسمي اقتصادي معلوماتو په اړه هم پوښتنې راپورته کوي او وايي، په واقعیت کې د هند د اقتصادي ودې وضعیت تر رسمي شمېرو هم خړپړ دی.

د روېټرز خبري اژانس وايي، د هند نوی حکومت به د اقتصادي ودې لپاره محدود انتخابونه ولري او باید په غور یې وکاروي.

  • سوداګري

روېټرز خبري اژانس وايي، د امریکا او چین په څېر د لویو سوداګریزو شریکانو سره د هندوستان سوداګریزې اړیکې هم لړزانده دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره له هنده د لوړو ګمرګي تعرفو، له امریکا څخه د واردېدونکو طبي وسایلو د بیو د محدودیت او انټرنټي سوداګرۍ د اصولو په برخو کې غوښتنې لري.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ

د اقتصاد پوهانو په وینا د امریکا او چین ترمنځ وروستۍ سوداګریزې شخړې هم د هندوستان ستونزې زیاتې کړي.

  • پاکستان

د هند د راتلونکي حکومت لپاره د دې هېواد د ملي امنیت سره تړلې مسئلې او د پاکستان سره شته کړکېچ هم له لویو ننګونو ګڼل کېږي.

په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د وسله‌والو په یو برید کې ۴۰ هندي سرتېري ووژل شول او مودي یې د غچ لپاره پاکستان ته جنګي الوتکې واستولې، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

  • مذهبي شخړې

روېټرز خبري اژانس وايي، د مودي د «بي جي پي» ګوند متحدان به ښايي یو ځل بیا هغه لانجمنه غوښتنه نوې کړي چې د ایودیه ښار کې د ۱۶مې پېړۍ په یو نړول شوي جومات د هندوانو د مندر جوړېدل غواړي.

پارېدلو سخت دریځو هندوانو دا جومات په ۱۹۹۲ میلادي کال کې ونړاوه چې ورپسې په هندوستان کې سختې مذهبي شخړې راپورته شوې او تر ۲۰۰۰ پورې کسان په‌کې ووژل شول.

د هند سترې محکمې د لسیزو د دې شخړې د هواري لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده.

همدارنګه مودي کولای شي چې له جمو کشمیر ایالته چې په هند کې یوازنی د مسلمانانو اکثریت لرونکی ایالات دی، د اساسي قانون له‌خوا ورکړل شوې ځانګړتیا واخلي.

د بهارتیا جنتا ګوند باوري دی چې دې ځانکړي امتیاز په جمو کشمیر کې د نورو ایالاتونو د خلکو له‌خوا د ملکیتونو د اخیستو مخه نیولې او د نور هندوستان سره‌یې د دې ایالات ګډون ستونزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG