د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

یوناما: لا هم فساد د افغانستان د سولې په لاره کې یو اساسي خنډ دی


په افغانستان کې د یوناما دفتر استازې رومانا شوایګر
په افغانستان کې د یوناما دفتر استازې رومانا شوایګر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا «یوناما» په خپل نوي راپور کې ویلي چې د پالیسۍ او قانوني اصلاحاتو سره-سره، لا هم فساد د افغانستان د سولې په لاره کې یو اساسي خنډ دی.

که څه هم افغان حکومت له فساد سره د کلکې مبارزې هوډ کړی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا «یوناما» په خپل نوي راپور کې وايي، فساد په حکومتي ادارو کې د خلکو باور له‌منځه وړی او د سولې پر وړاندې اساسې خنډ ګرځېدلی دی.

په افغانستان کې د یوناما دفتر استازې رومانا شوایګر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره پرله‌پسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لري.

نوموړې وايي:‎

"په ریښتیني ډول د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره یوه اساسي اړتیا ده. ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی کوي، خو ټول افغان بنسټونه او د ټولنې هره برخه باید هڅې وکړي څو په افغانستان کې ریښتینولي، روڼتیا او حساب ورکول پراخ شي."

د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د یوناما په‌دغه راپور کې سپارښتنه شوې چې:

  • فساد په څه ډول او په دوامدار ډول په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو اغېز کړی دی.
  • په حکومتي ادارو یې د خلکو باور له‌منځه وړی
  • او دغه هېواد ته یې د سولې او هوساینې راوړلو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
    د یوناما بیرغ
    د یوناما بیرغ
    د یوناما په‌دغه راپور کې همدا شان ویل شوي چې فساد د قانون حاکمیت کمزوری کوي او د لا زیاتو جرمونو لپاره لار هواروي.

دا راپور ګڼې سپارښتنې وړاندې کوي او ښیې چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې د حکومت روانو هڅو تراوسه د ډېرو افغانانو په ژوند اغېز نه‌دی کړی.

په راپور کې یوه مهمه سپارښتنه د افغانستان لپاره د فساد پرخه کې د اوږدې مودې ستراتیژۍ رامنځته کول په‌دې هدف دي چې د اصلاحاتو پخوانی هڅې او لاسته راوړنې دوام ومومي او له فساد سره د مبارزې لپاره د خلکو مخ پر زیاتیدونکې لېوالتیا پیاوړې شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تردې مخکې افغان حکومت ویلي چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له جوړېدو تردې دمه د لوړ رتبه دولتي مأمورینو په ګډون ۲۱۲ تنه په مجازات محکوم شوي دي.

تر دې وړاندې د داوي ګروپ رئیس عبدالغفار داوي، د ټرانسپورت وزارت دوه پخواني مرستیالان، د څرخي پله د زندان مسؤل، د یو شمېر امنیتي ارګانونو لوړپوړي چارواکي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له لوري په سزا محکوم شوي دي.

خو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي چې حکومت باید د هغو فاسدو چارواکو پر ضد چې د لوړو سیاسي څوکیو له ملاتړه برخه‌مند دي، اقدام وکړي.

د دې بنسټ د اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسؤل محمد ناصر تیموري ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې حکومت له فساد سره مبارزه تر یوه حده ترسره کړې، خو په وینا یې لا هم بنسټیزه شوې نه‌ده.

دی وايي:

"اساسي ستونزه دا ده چې د ملي وحدت په حکومت کې له فساد سره مبارزه بنسټیزه شوې نه‌ده چې دا مبارزه د بنسټونو له‌خوا ترسره شي او همدارنګه له فساد سره مبارزې لپاره یوه قوي سیاسي اراده موجوده نه‌ده."

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، دوی د حکومتي چارواکو په ګډون قانون په ټولو یو شان عملي کوي او یوازې په تېرلمریز کال کې دوی په‌دې برخه کې له ۴۲ زره ډېرو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG