د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د هلمند په جنوب کې د طبیعي زېرمو قاچاق زور اخیستی


ازادي راډیو دا عکس د قومي مشر نجیب بلوڅ څخه اخیستی
ازادي راډیو دا عکس د قومي مشر نجیب بلوڅ څخه اخیستی

د هلمند د لښکرګاه په جنوب کې هغه کانونه چې د ډیورند کرښې ته نږدې تر بل هر وخت ډېر قاچاقېږي او په ګڼو طبیعي زېرمو کې په خپل سر کېندنو یې زور اخیستی دی.

کلونه کېږي چې په هلمند کې د رخام په نوم ښکلو ډبرو د قاچاق او خپل‌سره کېندنو راپورونه ورکول کېږي، خو اوس تازه ویل کېږي چې د دې ولایت په خانشین او دیشو ولسوالیو کې د سرو زرو په نوم د لوی غره څخه پاکستان په خپله ګټه کېندنې کوي او د چینايي کمپنیو سره د استخراج قرارداد یې کړی دی.

د هلمند ولایتي شورا دا مسئله تأییدوي، خو والي وايي په‌دې اړه پلټنې کوي.

ازادي راډیو دا عکس د قومي مشر نجیب بلوڅ څخه اخیستی
ازادي راډیو دا عکس د قومي مشر نجیب بلوڅ څخه اخیستی

د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي، د پاکستان له‌خوا د خانشین د رخام غر او په خاص ډول د بلوچستان رباط سیمې ته نږدې د دیشو مربوط د سرو زرو کانونه د پاکستانیانو له‌خوا په سیستماتیک ډول کېندل کېږي او بیا يې د هوا او ځمکې له لارې د بلوچستان ایالات څخه خپلو مرکزونو ته وړي.

د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان وايي، که څه هم دا مسئله نوې نه‌ده، خو په دې وروستیو څو میاشتو کې د هلمند په جنوب کې د طبیعي زېرمو او کانونو، قاچاق او غیر قانوني کېندنو زور اخیستی دی.

نور حال د محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:44 0:00

XS
SM
MD
LG