د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

سرخط: پارلمان د ولس کور که د ارزښتونو ګور؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو بیا هم د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ په سر د راپورته شوې شخړې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې، پارلمان د ولس کور که د ارزښتونو ګور؟ په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې لیکلي چې د ولسي جرګې په تېرو دوو تقنیني دورو کې هم د جرګې د ریاست په سر ورته لانجې راپورته شوې وې چې بیا د مصلحت له مخې عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې رئیس وټاکل شو.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې دغه ستونزه به بالاخره حل شي، خو پوښتنه دا ده چې د ۱۸ کلونو په تېرېدو سره سره مو بیا هم ولې یوه ولسواکه، قانوني او د هېواد او خلکو غوښتنو ته په کتو جرګه ونه‌لرله چې خپل مسؤلیتونه وپېژني، د هېواد ملي ګټو او ارزښتونو ته په کتو قوانین تصویب کړي او د خلکو ښه استازولي وکړي؟

د سرمقالې لیکوال‌يې لامل د ولسي جرګې تېر انتخابات د قانون او اصولو سره سم نه‌ترسره کېدل او د پیسو او وسلو په زور د رأیو ترلاسه کول بولي او لیکي چې نو ځکه قاچاقبرانو، غربي سوداګرو، پخوانیو ټوپکیانو او زورواکو ولسي جرګې ته لاره پیدا کړه.

د سرمقالې لیکوال باور لري، تر هغې چې د ولسواکۍ او انتخاباتو په اصلي معنی په هېواد کې ټاکنې ونه‌شي او خلک په‌کې پراخه ونډه وانه‌خلي، ټاکنیز سیستم جوړ نه‌شي، نو همدا ډول زورواکي، سوداګر، د مافیايي کړیو غړي او ټوپکوال به د خلکو د استازو په نوم معاملې کوي او د ولسي جرګې حیثیت به تر پښو لاندې وي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې همدې مسئلې ته اشاره کړې او لیکي چې خلکو ډېره تمه درلوده چې ګوندې نوي او ځوان وکیلان به د خلکو له غوښتنو سره سم عمل وکړي، خو دوی هم په ډېرو کمو ورځو کې وښوده چې نوي وکیلان له پخوانیو ډېر ناکاره دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، په ولسي جرګه کې اختلافات دومره ژور شوي چې تېره ورځ د وکیلانو ترمنځ حتی فزیکي شخړه رامنځته شوه او دواړو مخالفو لورو یو بل ته پوچ او فحاش هم وویل.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، اړتیا څه ده چې په یوه عادي موضوع کې دومره له شرمه ډک او غیر متمدن چلند وشي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره انتخابات شوي، هلته اصول او قوانین شته، باید په اصولو کې دا موضوع وکتل شي او هماغسې تګ وشي، ستونزه خپله حل کېږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم لیکلي چې یاده مسئله باید د خبرو له لارې حل شي، نه د تقابل له لارې.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې یو شمېر وکیلان هڅه کوي چې راپورته شوې شخړې ته قومي رنګ ورکړي چې دا د یوې بلې ستونزې د راپیدا کېدو په معنی ده.

XS
SM
MD
LG