د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د ولسي جرګې د ستونزې د حل پلاوی: راټول شوي نتایج به سبا د جرګې غونډې ته اعلان شي


ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې استازی عرفان الله عرفان
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې استازی عرفان الله عرفان

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د را ولاړې شوې ستونزې د حل ټاکل شوی پلاوی وايي چې خپل نتایج به سبا د دغې جرګې په عمومي تالار کې اعلان کړي.

وروسته له هغې د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ د ستونزې د هواري لپاره پنځلس کسیز پلاوی وټاکل شو چې معترضو وکیلانو میر رحمان رحماني پرې نښود چې د ریاست پر څوکۍ کېني.

پرون د ولسي جرګې د ریاست لپاره په انتخاباتو کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.

د جرګې موقت رئیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی، خو ښاغلي اصولي او ځينو نورو وکیلانو اعتراض وکړ.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی میر رحمان رحماني
د افغانستان د ولسي جرګې غړی میر رحمان رحماني

دوى وايي، ۱۲۳ رأیې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو رأيې نه پوره کوي، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.

له دې ستونزې وروسته د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي له اړخه پنځه ــ پنځه کسان او پنځه هم ناظر وکیلان د ستونزې د هواري د پلاوي په ترکیب کې وټاکل شول.

ناظر وکیل عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته د دغه پلاوي د بحثونو په اړه داسې وویل:

"له اوږدو بحثونو وروسته پرېکړه په دې وشوه چې دواړو ټیمونو له موږه وخت واخیست چې تر ماښامه د موضوع حقوقي، قانوني او تخنیکي اړخونه په پام کې ونیول شي، ترڅو یوې حل لارې ته سره ورسېږو، بیا وروسته به دا په عمومي غونډه کې اعلان کړو."

یو شمېر وکیلان د نننۍ غونډې په اړه رسنیو ته وویل چې د ورځې په اوږدو کې د ځینو وکیلانو ترمنځ لفظي او فزیکي شخړې هم وشوې.

غلام فاروق مجروح وايي:

"له بدغه مرغه د پارلمان څوکۍ یرغمل شوې، په تالاره کې وضعیت نظامي و، اجازه نه ورکول کېږي چې مجلس پيل شي."

د دوشنبې په ورځ به معلومه شي چې پلاوي څه ډول پرېکړه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر جنجالونه را ولاړېږي، بلکې د همدې جرګې په ۱۶مه دوره کې هم د رئیس د ټاکلو پر سر ستونزې موجودې وې چې بیا د یوه مصلحت له مخې عبدالروف ابراهیمي د رئیس په توګه تعین شو.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG