د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د پخوانیو غړو دوسیې سترې محکمې ته تللي


د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

د افغانستان لویې څارنوالۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو غړو او د دارالانشاء او معلوماتي ټکنالوژۍ د رئیس په ګډون، ۴۹۵ دوسیې سترې محکمې ته استولې دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ۱۲ مهمو غړو د دوسیو څېړل بشپړ کړي چې اوس د حکم د صادرولو لپاره په ستره محکمه کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په یوې ناسته کې وویل، ارزونې یې ښيي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی رئیس، اووه غړي، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ۳ غړي او د ولسي جرګې د انتخاباتو د کونړ او بدخشان د انتخاباتي حوزو مسؤلین د درغلیو او سرغړونو مسؤل ګڼل شوي دي .

د افغانستان د لویې څارنوالي لوحه
د افغانستان د لویې څارنوالي لوحه

دی وایي:

"د دواړو کمېسیونونو لسو غړو، د کونړ او بدخشان په دوو قضیو کې د لویې څارنوالۍ له خوا الزامیت کسب کړی، د دوی پر وړاندې تورونه ثابت شوي دي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء او معلوماتي ټکنالوژۍ دوه رئیسان دي چې د ټولو شمېر ۱۲ ته رسېږي او تورن دي، دوسېې یې سترې محکمې ته استول شوې دي."

ده وویل، د ولسي جرګې د انتخاباتو دوسیې ۱۹۱ ته رسېږي او د دوی ارزونې ښيي چې ۴۹۵ کسان مظنؤن، تورن او محکوم بلل شوي دي.

ښاغلی رسولي وايي، په دې ډله کې ۶۴ کسان د کابل حوزې او ۴۳۰ یې د سرغړونو او درغلیو له امله په نورو ولایتونو پورې اړه لري.

دغه قضيې له ارزګان، بادغیس، تخار، دایکنډي، میدان وردګ، غور، نورستان، کونړ او غزني ولایتونو پرته، په ۲۵ ولایتونو کې ثبت شوي چې د پولیسو ځواکونه د دولت کارکوونکي، د کاندیدانو څارونکي او پخپله کاندیدان په کې شامل دي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په درغلیو او سرغړونو تورن ګڼل شوي دي.

لویه څارنوالي وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو په تړاو د لویې څارنوالۍ د یوې ځانګړې کمېټې له خوا ۷۲ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه وشول او ویل کېږي چې درغلۍ او سرغړونې په کې دومره ډېرې وې چې د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسان او غړي یې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې لویې څارنوالۍ ته وپېژل شول او دغې ادارې د ارزونو تر پای پورې ممنوع الخروج اعلان کړل.

اوس له څو میاشتو وروسته لویه څارنوالي وايي، په دې اړه یې خپلې څېړنې په شفافه توګه بشپړې کړي او ستره محکمه چې په دې هکله هره پرېکړه وکړي، پلې به شي.

بل خوا د انتخاباتو ځیني څارونکي له سترې محکمې غواړي چې عدالت تامین کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي:

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید

"دا ډېره مرسته کوي، خلک به باوري شي چې که څوک جرایمو ته لاس وړي نو بې پوښتنې نه پاتې کېږي اوخوندي به نه وي، دا کار د عدلي او قضايي بنسټونو باور او عزت ډېروي او د کمېسیون نورو غړو ته د عبرت درس ګرځي، که دا کار څو کسانو پورې محدود او فرمایشي وي، د عدالت د پلي کولو پروړاندې به دغه باور رامنځته شي چې د سیاست او عدالت فضا، سیاست ولکه کړې ده."

د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان په دې اړه چې پر دغو دوسیو به کله حکم صادرېږي، ځواب ویلو ته حاضر نه شو.

خو ښاغلی رشید وايي، که عدالت په ښه توګه تامین نه شي، له قانونه به د تېښتې په فرهنګ بدل شي، راتلونکي انتخابات به له درغلیو ډک وي او د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا به د عدالت د تامینولو په اړه د خلکو بې باوري رامنځته شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG