د ارزګان ولایت لسګونه قومي مخورو، ځوانانو او د ولایتي شوار یو شمېر غړو د یوي اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې په دغه ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام ناکام او فعالیتونه يې صفر دي.
دوی وايي، لامل يې د دغې ادارې کمزوری مدیریت او په یاده اداره کې فساد دی.
د یاد پروګرام مسؤلین هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې په ارزګان ولایت کې د دوی د پروګرام فعالیتونه کم دي، خو وايي چې لامل يې ناامني ده.
د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت پرې راپور چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: