د کندز – بغلان لویه لاره د شمال ختېځ زون ولایتونه د هېواد له شمال ولایتونو او دغه راز د هېواد پلازمېنې کابل سره نښلوي، خو په دې وروستیو کلونو کې د دغې لارې په اوږدو کې امنیتي ننګونې زیاتې شوي او دې مسئلې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دې لارې یو تن موټر چلوونکي حبیب الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"له ډېرې مودې راپدېخوا د کندز – بغلان لویه لاره له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ ده، ځکه وخت نا وخت د دې لارې په اوږدو کې وسله والې نښتې وي او طالبان هم سړک ته راوځي او له کبله یې خلک په ډاډه زړه پرې سفر نشي کولای."
د خلکو د خبرو پر بنسټ چې اوس مهال د دولتي او غیر دولتي ارګانونو کارکوونکي او دغه راز شتمن خلک د دغې لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو د موجودیت او دغه راز د وسله والو غلو له وېرې تګ را تګ نشي کولای.
د دې ولایت دوو تنو اوسېدونکو هدایت الله او نذیر احمد په دې اړه وویل:
"د دغې لارې په اوږدو کې زیاتې ستونزې موجودې دي، ځکه د وسله والو طالبانو ګواښونه شته او دغه راز وسله وال غله هم شته او موږ له دولته غواړو چې د دغې لارې امنیتي وضعیت ته توجو وکړي."
"د کندز – بغلان د لويې لارې په اوږدو کې یو لړ امنیتي ګواښونه شته چې ځیني وختونه باروړونکي او مسافر وړونکي موټرونه د طالبانو له خوا درول کېږي او خلک ځورول کېږي او دغه راز ځيني وختونه په دې لاره نښتې هم کېږي چې له کبله یې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي."
له دې سره سم د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري هم د خلکو ستونزې منې او دغه راز پر اړوندو امنیتي چارواکو غږ کوي چې د دې ولایت د لویو لارو د امنیت تأمینولو په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي.
دی وایي:
"دا ګواښونه نوي نه دي، له کلونو راهیسې دا ګواښونه موجود دي او موږ له امنیتي چارواکو غواړو چې د دې لارې خوندېتوب ته توجو وکړي، ترڅو خلک پرې په ډاډه زړه تګ را تګ وشي کړای."
بل خوا د کندز امنیه قوماندان منظورخان ستانکزی بیا وايي چې د کندز – بغلان د لویي لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې موجودې او دغه راز امنیتي ځواکونه خپلې ګزمې هم ترسره کوي، ترڅو خلک په ډاډه زړه پرې تګ را تګ وکړي.
دی زیاتوي:
"موږ په دې اړه خپل امنیتي تدابیر لرو او موږ په مختلفو ساحو کې خپل ثابت او سیار چیک پاینټونه لرو او خپلې ګزمې لرو، خوشبختانه تراوسه پورې کومه جدې ستونزه نه ده رامنځته شوې."
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر خلکو او موټر چلوونکو د کندز – بغلان د لويې لارې په اوږدو کې د امنیتي ګواښونو له موجودیته شکایتونه کړي وو، خو خلک وايي چې تراوسه پورې دغې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې.
راپور: اجمل آرین