د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

د امریکا د هوایې چلن فدرال ادارې پر فارس خلیج د الوتنو په اړه خبرداری ورکړ


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو د هوایې چلن فدرال ادارې د دغه هېواد سوداګریزو الوتکو ته د فارس خلیج پر سر د الوتنو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د هوایي چلن فدرال اداره دې احتمال ته اشاره کوي چې ښایي د فارس خلیج پر سر د امریکا مسافر وړونکې الوتکې په تېروتنې د په نښه کېدو له خطر سره مخامخ شي.

له همدې کبله دغې ادارې د مې په ۱۶مه د امریکا مسافروړونکو الوتکو ته د دغو اوبو پر سر د تېرېدو خبرداری ورکړ.

په دې خبرداري کې راغلي چې په سیمه کې شدیدو پوځي فعالیتونو او د سیاسي کړکېچونو زیاتوالي په دغه ځای کې د امریکا د ملکي هوایې چلن د فعالیتونو پر وړاندې د خطر احتمال ډېر کړی دی، داسي چې د یادې ادارې په خبره، ښایي مسافر وړونکې الوتکې ونه پېژندل شي.

په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو په ډېرېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې د احتمال په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې امریکا داسې مهال له بغداده د خپل ډیپلوماتیک پرسونل د یوې برخې د ایستلو خبره وکړه چې په فارس خلیج کې د تېلو پر څلورو ټانکرونو بریدونه وشول.

تر دې وروسته واشنګټن په سیمه کې خپل پوځي حضور ډېر کړی دی او پر تهران تور لګوي چې په سیمه کې د دوی ځواکونو او ګټو ته ګواښ دی، خو تهران دا ادعا ردوي.

ایران د امریکا وروستي اقدامات رواني جګړه او یوه سیاسي لوبه بولي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د ده له نظره له ایران سره د پوځي ټکر احتمال لېرې نه دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په عین وخت کې دا هم ویلي چې ایران به ډېر ژر له امریکا سره د خبرو غوښتنه وکړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د جمعې په ورځ ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو هېڅ امکان نشته.

تېر کال په مې میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له ایران سره د شپږو هېوادونو له اټمي تړونه ووت.

د اټمي موافقې له مخې ایران منلې وه چې د نړیوالو بندیزونو د کمولو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدودوي.

د دې تړون پنځه نور لاسلیک کوونکي بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني وايي چې دا موافقه لا هم مني او د احیا لپاره یې هم هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG