د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د اتریش د صدراعظم مرستیال هاینس کریسټیان شتراخه له دندې استعفا کړې


د اتریش بیرغ
د اتریش بیرغ

د اتریش د صدراعظم مرستیال هاینس کریسټیان شتراخه له خپلې دندې استعفا کړې.

نوموړي د هغې پټې ویډیو له خپرېدو وروسته استعفا وکړه چې په کې نوموړی یوه احتمالي حامي ته د سیاسي ملاتړ په بدل کې د حکومتي قراردادونو د وړاندیز په مهال څرګندېږي.

شتراحیه نن په یوه ټلویزوني وینا کې وویل، خپله استعفا یې صدراعظم سیباسټیان کورتس ته وړاندې کړې او هغه یې دا پرېکړه منلې ده.

ده وویل:

"نن یولس بجې مې له صدراعظم سیباستیان کورتس سره خبرې وکړې، خپله استعفا مې ورته وړاندې کړه او هغه دا پرېکړه ومنله."

هغه ویډیو چې د شپیګل مجلې او د اتریش یوې مجلې خپره کړې، په کې څرګندېږي چې شتراخه د سیاسي ملاتړ په بدل کې یوې ښځې ته چې ادعا کوي روسۍ پانګواله ده، د حکومتي قراردادونو وړاندیز کوي.

دا ویډیو په 2017 میلادي کال کې د اتریش له پارلماني انتخاباتو درې میاشتې مخکې د هسپانیې په یوه ټاپو کې په پټه اخیستل شوې ده.

د دې انتخاباتو په نتیجه کې د شتراخه په مشرۍ د ازادۍ ښي اړخی افراطي ګوند واک ته ورسېد او شتراحه د صدراعظم مرستیال شو.

شتراخه ویلي چې قانون یې نه دی مات کړی او د یوه هدفي سیاسي برید قرباني دی.

له دې رسوایۍ وروسته په اتریش کې د واکمن ائتلاف د راتلونکې په اړه اوازې خپرې شوې دي.

دا ائتلاف د شتراحه په مشرۍ د کډوالۍ ضد دریځ لرونکی ازادي ګوند او سیباستیان کورتس په مشرۍ د منځني ښي اړخي ګوند څخه جوړ دی.

د اتریش د ائتلافي حکومت مخکښو څېرو د دې کړکېچ په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG