د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، پر وخت د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره چمتووالى لري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د زلمي خليلزاد له تازه څرګندونو وروسته ويلي، پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتووالى لري.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي وو چې د داسې سولې تر څنګ چې افغانان يې مستحق دي، د ټاکنو پلانول هم بايد پرمخ يووړل شي.
ښاغلي خليلزاد تېره شپه ناوخته په ټوېټر کې ليکلي، د سولې غوښتنه افغانان د جمهوري رياست د مشروعو انتخاباتو د چمتووالي له غوښتنې نه راګرځوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سرپرست وياند ذبيح سادات د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دغه کمېسيون پر وخت د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دى، خو يو شرط لري.
ده وویل:
"د ټاکنو خپلواک کمېسيون رهبري ژمنه ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې پر وخت ترسره کړي، په دې شرط چې حکومت وتوانېږي چې بودجه پر خپل وخت د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ورکړي او امنيتي بنسټونه امنيت خوندي کړي، تر دې دمه د راتلونکو ټاکنو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ډېر کارونه مخ ته تللي، تقويم نهايي شوى، عملياتي پلان هم نهايي شوى دى."
په دې وروستيو کې داسې ګنګوسي خپاره شوي وو چې د افغانستان حکومت او نړيوال متحدان يې ټول پام د سولې مسئلې ته ورګرځولى او د ولسمشرۍ د انتخاباتو موضوع يې څنډې ته پريښې ده.
د زلمي خليلزاد تر څرګندونو مخکې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ايالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز تېره يکشنبه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره پر وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو د کېدو پر موضوع خبرې وکړې.
اجرائيه رياست په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې مېرمن وېلز څرګنده کړې چې امريکا په افغانستان کې د سراسري او باوري انتخاباتو لپاره مرستو ته متعهده ده.
مېرمن وېلز امريکا ته تر ستنېدو وروسته تېره پنجشنبه د واشنګټن لپاره د افغانستان له سفيرې رويا رحماني سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د ولسمشریزو انتخاباتو پر تياريو هم خبرې وکړې.
حکومت ويلي، د جمهوري رياست انتخابات به د روان لمريز کال د تلې (ميزان) په ٦مه وشي.
خو د سياسي ګوندونو ملي ائتلاف غوښتنه کړې چې تر انتخاباتو مخکې بايد سوله وشي.
د دغه ائتلاف وياند عبدالقاهر شريعتي د جمعې په ورځ په کابل کې په يوه کنفرانس کې وويل، که لومړى سوله وشي، خلک کولاى شي چې د امن په فضا کې خپلې رأيې وکاروي.