د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د غزني والي: که څوک وسله والو ته په مالیه ورکولو تورن شي، سزا به ورکړم


ارشیف، د غزني والي وحیدالله کلیمزی ,14 April 2017
ارشیف، د غزني والي وحیدالله کلیمزی ,14 April 2017

د غزني والي په دغه ولایت کې ډېری تجاران او سوداګر وسله والو ته په مالیه ورکولو کې ښکېل بولي، خو وايي چې په دغه ولایت کې امن راغلی دی او نور دي خلک له دغه کاره لاس واخلي.

هغه زیاتوي:

"که هر څوک له وسله والو سره په مرسته کولو او یا هم مالیه ورکولو تورن شو، نو سخته سزا به وویني."

والي وحیدالله کلیمزي دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ په غزني کې د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړو د غزني د ولسونو د ملاتړ په غونډه کې وکړې.

په غزني کې دولتي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، مدني فغالان او ولسي خلک هم وايي چې لا هم د ښار ډېری خلک وسله والو ته مالیه ورکوي چې دوی یې بېلابېل لاملونه ښیي.

د غزني ښار یو تن دوکاندار محمد داود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، که په خپله مالیه نه ورکوي، خو نور کسان یې لیدلي دي چې دې کار ته یې ملا تړلې ده.

د دغه ښار یو بل اوسېدونکی جیلاني بیا وايي تر اوسه یې مالیه ورکوله خو اوس یې ورته انکار کړی دی.

د غزني د ښار یو انځور
د غزني د ښار یو انځور

که دغه کسان طالبانو ته مالیه ورکول د خپل ځان رضایت ګڼي، نو مدني فعال عصت تره کی بیا وايي چې د غزني ډېری خلک له وسله والو سره همدردي لري.

ده وویل:

"د ښار د مارکېټونو او دوکانونو کلانتران په منظم شکل په ښار کې د مالیې په ټولولو او بیا وسله والو ته په سپارلو بوخت وي."

وسله وال طالبان هم دا مني چې د غزني خلک دوی ته میاشتنۍ او کلنۍ مالیه ورکوي.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، خلک له طالبانو سره خپله همدردي او همکاري ښکاره کوي.

که وسله وال طالبان په ښار کې دغه مالیه له دوی سره د خلکو همدردي بولي، خو د غزني د ولایتي شورا غړی عصمت الله جامرادوال بیا دا خبره نه مني او وایي:

"د غزني ښار په سلو کې اتیا کسان وسله والو ته مالیه ورکوي، داسې نه ده چې ټول خلک یې په رضا ورکوي، لس کسه به مالیه ورکوي، خو په سلو کې له نوي کسانو یې په زور غواړي."

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG