د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

میر رحمان رحماني د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو


میر رحمان رحماني
میر رحمان رحماني

د ولسي جرګې له جنجالي انتخاباتو وروسته په دغه جرګه کې د پروان ولایت استازی میررحمن رحماني وتوانېد چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ولسي جرګې د اولسمې د ورې رئيس شي.

د ولسي جرګې غړي قاضي نذیر احمد حنفي ازادي راډیو ته وویل، رحماني د کارول شویو رأیو له مخې بریالي اعلان شو.

ده وویل:

"تصمیم تالار نیولی او د جرګې موقت رئیس د ۲۴۴ کارول شویو رأیو له مخې د پنځوس جمع یو په اساس چې ۱۲۳ کیدې، د رحماني بریالیتوب اعلان کړ."

د ولسي جرګې د ریاست لپاره کمال ناصر اصولي او میررحمن رحماني هغه نوماندان وو چې د ولسي جرګې ۲۴۷حاضرو غړو ورته رأیې وکارولې.

میررحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې یوړې.

د جرګې ۵۳ غړو باطلې رأېې او ۱۳ سپینې وکارولې.

رحماني په داسې حال کې د ولسي جرګې د رئيس په توګه انتخاب شو چې د یادې جرګې موقت رئيس له دغو انتخابات مخکې وویل، په غونډه کې د حاضرو غړو د رأیو له مخې بریالی نوماند باید پنځوس جمع یو چې ۱۲۴ کېږي پوره کړي.

د رأیو ورکولو په وروستي پړاو او د رأیو شمېرلو وروسته د ولسي جرګې د ټلویزیون له خوا د انتخاباتو د بهیر ژوندۍ خپرونه بنده شوه.

د ولسي جرګې غړي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل، د ټلویزیون د ژوندۍ خپرونې له بندیدو وروسته تخنینکي کمېسیون کار پیل کړ چې د غونډې د حاضرو غړو رایو ته اعتبار ورکړي او که په صندق کې اچول شویو رأیو ته.

د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان

​خو نذیر احمد حنفي وویل، د ولسي جرګې غړو کارول شویو رأیو ته اعتبار وکړ چې په نتیجه کې يې رحماني لازمې رأيې خپلې کړې.

د ولسي جرګې اولسمه تقنیني دوره د ثور په شپږمه پرانيستل شوه خو غړي یې نن وتوانېدل چې خپل رئيس وټاکي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي د جرګې د ریاست لپاره د میررحمن رحماني په اړه ترسره شوې کړنلاره غیر قانوني او د منلو وړ نه ګڼي.

د ولسي جرګې غړي نرندرسنګ ازادي راډیو ته وویل، رحماني پنځه جمع یو رأیې نه دې خپلې کړي او انتخابات باید د نویو څېرو تر منځ شوي وای.

دی وایي:

"تخنیکي ټیم چې څو تنه و، سره کېناستل او تصمیم یې ونیو، خو د اکثریت تصمیم دا دی چې انتخابات باید دوهم دور ته لاړ شي، ځکه د رحماني رأیې لږې دي، که له لومړۍ ورځې غیر قانوني کار وکړو، په راتلونکې کې دا اندېښنه شته چې دا ډول غیر قانوني کارونه به دوام وکړي."

پخوا تر دې د ولسي جرګې د رېیس د ټاکلو لپاره د پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو کې میررحمن رحماني، کمال ناصر اصولي، عمر نصر مجددي او میرویس یاسینې سره سیالۍ وکړې چې یوهم بریالی نه شو او په پای کې د انتخاباتو دوهم دور د رحماني او اصولي ترمنځ ترسره شو.

د ولسي جرګې د کورنیو ندو د اصولو په اتمه ماده کې راغلي چې که یو کاندید د انتخاباتو په لومړي دور کې د حاضرو غړو اکثریت خپل نه کړ، دوهم دور انتخابات د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ کېږي چې ډېرې رأیې یې خپلې کړي او هغه به بریالی اعلانېږي چې په دې دور کې یې ډېرې رأيې ترلاسه کړي.

د دغې جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې د یادې جرګې د مرستیالانو او منشیانو لپاره هم انتخابات وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG