د افغانستان د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه وايي چې په لوړ لګښت د بایومټریک له اخیستل شویو دستګاوو ګټه نه اخیستنه به راتلونکي انتخابات له کړکېچ سره مخ کړي.
د افغانستان د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د افغان حکومت له بودجې د بایومټریک دستګاوو پر اخیستو شااوخوا ۲۰ میلیونه ډالر لګښت شوی دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي چې د افغانستان په څېر د بېوزله هېواد لپاره دا په انتخاباتو کې تر ټولو لوړ لګښت دی چې د ناسم مدیریت له امله اوس ورنه استفاده هم نه کېږي.
د دی بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له بایومټریک سېستمه نه استفاده به راتلونکي انتخابات کړکېچ ته یوسي.
ده وویل:
"په تېرو انتخاباتو کې د افغان دولت له بودجې د شلو میلیونو ډالرو په ارزښت د بایومټریک دستګاوې واخستل شوې، که په دې انتخاباتو کې ورنه استفاده ونه شي، د انتخاباتو قانون تر پښو لاندې کېږي، پر انتخاباتو د خلکو باور کمېږي او پایلې به یې کاندیدانو او د هغوی پلویانو ته د منلو وړ نه وي چې دا هر څه انتخابات کړکېچ ته بیا يي."
ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست، د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې میزان میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان د انتخاباتو د نوي قانون د ۱۹مې مادې په دوهم بند کې راغلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې د انتخاباتو د چټکتیا او شفافیت لپاره تدابیر ونیسي چې د نوم لیکنې او رأیې ورکولو کړنلارې پورې تړلې ټوله پروسه د الکترونیکي سېستم له لارې په خوندي توګه ترسره شي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې وخت او امکانات کم دي، نو د جمهوري ریاست د انتخاباتو له کاندیدانو او سیاسي ګوندونو سره له سلا مشورې وروسته دغه پرېکړه شوې ده.
د دغه کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح سادات په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"له ناظرو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او د جمهوري ریاست د انتخاباتو له کاندیدانو سره مسلسلې ناستې ترسره شوې، دغه موضوعات ټول له دوی سره شریک شول او وروسته له هغې د دوی نظر دا و چې د انتخاباتو کمېسیون شته وضعیت او خپلو امکاناتو ته په کتو سره هر ډول پرېکړه چې کوي، دوی ته د منلو وړ ده."
بل خوا حزب اسلامي چې ګلبدین حکمتیار یې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړی، وايي چې له دوی سره په دې اړه سلا مشوره نه ده شوې.
د دغه حزب د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل وايي چې له بایومټریک سېستم پرته راتلونکي انتخابات دوی ته د منلو وړ نه دي.
ده وویل:
"دغه پرېکړه موږ ته د منلو وړ نه ده، موږ بیا هم ټینګار کوو چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې باید له بایومټریک وسیلې استفاده وشي، څو په ټاکنو کې د تقلب او درغلۍ مخه ونیول شي."
د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې له بایومټریکه استفاده وشوه چې د انتخاباتو په ورځ ځینو د ستګاوو کار نه کاوه.
دغه راز یو شمېر د انتخاباتو موقت کارونکي یې په کارولو نه پوهېدل او ځینو مرکزونو ته دغه دستګاوې نه وې رسېدلې چې دغه انتخابات یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړل.
ناظر بنسټونه وايي چې په لومړي سر کې د دغو دستګاوو قرارداد له جرمنۍ کمپنۍ سره شوی و، خو د وخت د کموالي له امله بایومټریک دستګاوې له چینه وپیرل شوې چې ډېرې ستونزې یې درلودې.
راپور: رحمت الله افغان