په ۱۳۹۷کال کې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نشهيي موادو ۸۱۰ قضیې رسېدلي چې ۳۱۰ قضيې یوازې په کابل ولايت پورې اړه لري.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د امنیتي ادارو لهخوا د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو نیول ډېر شوي او له نشهيي موادو سره د مبارزې په قانون کې وروستي تعدیلاتو د عدلي او قضايي مرکز له څارنوالانو سره مرسته کړې چې د هوايي ډګرونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونیسي.
ښاغلي مؤحد زیاته کړه:
"کابل د نشهيي موادو ډېرې قضیې لري چې ډېره برخه یې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر پورې اړه لري. له نېکهمرغه هغه خلک او ډلې نیول شوي چې پهدې برخه کې یې کار کاوه. کابل د نشهيي موادو د قاچاقو لاره ده، ځکه نو د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو د نیولو ډېری پېښې په کابل ولايت پورې اړه لري."
په ۱۳۹۷کال کې په مجموعي ډول د ښځو په ګډون ۲۳۴ پهداسې حال کې نیول شوي چې نشهيي مواد یې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې سعودي عربستان، هند، دُبی او ترکیې ته قاچاق کول.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت په ۱۳۹۷کال کې د هغو کسانو او ډلو نومونه اعلان کړل چې د نشهيي موادو په قاچاقو تورن او په کابل ولايت پورې يې اړه درلوده، خو تر اوسه روښانه نهده چې له دوی څخه څو تنه يې نیول شوي دي.
امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند وايي، د دې ترڅنګ چې کابل د نشهيي موادو په څلور لارې اوښتی، له نشهيي موادو سره مبارزې ته لومړیتوب نه ورکول، قاچاق کوونکو ته د ډېر فعالیت لاره پرانېستې ده.
دی وايي:
"د نشهيي موادو ستونزه لنډه حل لاره نهلري، ځکه چې دا تر ټولو خطرناکه ستونزه ده. افغانستان درې نیم میلیونه معتادین لري، خو پهدې اړه د مبارزې ځانګړې ستراتيژي نشته. زما اندېښنه دا ده چې په راتلونکو ۱۷ کالو کې د معتادینو شمېر دوه برابره ډېر نهشي. اوس چې امنیتي وضعیت نور هم پېچلی شوی، په کابل کې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو را ټولېدلو دلیل دا دی چې دلته له نشهيي موادو سره مبارزې ته سم پام نه کېږي."
په ۱۳۹۶کال کې په مجموعي ډول له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نشهيي موادو ۵۶۵ قضیې سپارل شوي چې د ۱۳۹۷ شمسي کال د قضیو په پرتله د قاچاق کوونکو د نیولو ډېروالی ښيې.
راپور: مرسلین ارسلا
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: