د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د پنټاګون ویانده: د امریکا دفاع وزارت طالبانو ته پیسې نه ورکوي


آرشیف، په دوحه کې یو شمېر طالب استازي. February 26, 2019
آرشیف، په دوحه کې یو شمېر طالب استازي. February 26, 2019

پنټاګون او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی دی چې وايي، د امریکا دفاع وزارت له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته د دې ډلې د استازو د سفر لګښتونه له کانګرس څخه غوښتي دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې پنټاګون د روان میلادي کال په پیل کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته د طالبانو د استازو د سفر او نور لګښتونو لپاره له کانګرسه د پیسو غوښتنه کړې وه.

د کانګرس د استازو جرګې د دفاعي بودجې د فرعي کمېټې د مشر پیتر- جې ویسکلوسکي «Peter J. Visclosky» ویاند د چهارشنبې په ورځ رال کال «Roll Call» ورځپاڼې ته وویل، پنټاګون د ۲۰۲۰ میلادي کال په بودجه کې د پخلاینې د فعالیتونو په نوم بودجه غوښتې وه.

رال کال چې د کانګرس په غونډو کې د لایحو او نورو طرحو په اړه د بحثونو له جریانه راپورونه خپروي، د ویاند له قوله زیاتوي چې پنټاګون طالبانو ته د لوژستیکي لګښتونو د برابرولو غوښتنه کړې وه او د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې یې دې کمېټې ته په یوه مکتوب کې د پخلاینې د ورته فعالیتونو لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال له کلنۍ بودجې د کار اخېستو یادونه کړې وه.

راپور زیاتوي چې پنټاګون دا پیسې د طالبانو د استازو د سفر، استوګنې، خوړو او وسایلو لپاره غوښتې وې.

ویاند ویلي چې د دفاع وزارت دا طرح له هغه قانون سره په ټکر کې ده چې د تروریستي ډلو مادي ملاتړ ته اجازه نه ورکوي، ځکه طالبان پر امریکايانو حملو ته دوام ورکوي، افغان حکومت نه مني او لا هم په ټولنه کې د ښځو د حقونو له منلو انکار کوي.

د پنټاګون ویاندې ربېکا ریباریچ Rebecca Rebarich ازادي راډیو ته په ایمیل کې لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت طالبانو ته پیسې نه ورکوي.

مېرمن ریباریچ زیاتوي، پروسږکال په کوچني اختر کې وروسته له دې چې دولتي ځواکونو او طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو د سمون لپاره له پیسو د کار اخېستو غوښتنه وکړه او پنټاګون د ۲۰۲۰ او ۲۰۱۹ مالي کلونو د بودیجو لپاره په‌دې اړه خپلې طرحې وړاندې کړې.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې ولیکل چې په‌دې اړه راپور حقیقت نه لري او دی یې په کلکه ردوي.

ښاغلي شاهین لیکلي دي چې دا د طالبانو د بدنامولو د لړۍ یوه برخه ده.

شاهین د خپل پیغام په دوام کې لیکلي چې متحد ایالات په پوځي او سیاسي برخو کې د طالبانو مقابله نه‌شي کولی نو ځکه د ده په وینا داسې مذبوحانه هلوځلو ته لاس اچوي.

د یادونې وړ ده چې د استازو جرګې دې فرعي کمیټې د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د لګښتونو بودجه تصویب کړه، خو طالبانو ته د دې لګښتونو د ورکولو غوښتنه یې رد کړه.

په مصؤبه کې ویل شوي دي چې طالبانو ته په هغو غونډو کې د ګډون لګښت نه ورکول کېږي چې په هغو کې افغان حکومت ګډون ونه‌لري او یا د ښځو پر ګډون محدودیت ولګوي.

XS
SM
MD
LG