د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ازادي راډیو ترلاسه کړي سندونه: راتلونکي ټاکنې له بایومټریک سیسټمه پرته ترسره کېږي


آرشیف/ په بامیانو کې انتخابات
آرشیف/ په بامیانو کې انتخابات

کوم سندونه چې ازادي راډیو ته رسیدلي ښیې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پریکړه کړې چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات به د بایومټریک دستګار له کارولو پرته ترسره کړي.

په‌داسې حال کې چې حکومت او اکثره خلک، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیسټم په کارولو ټینګار کوي، خو کوم اسناد چې ازادي راډیو ته رسیدلي ښيې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم نه کار وانه خلي.

د کمېسیون په پریکړه کې د دغه کمېسیون د غړیو له خولې ویل شوي چې د انتخاباتو د قانون د ۱۹مې مادې دوهم بند چې د انتخاباتو په ورځ په‌کې د بایو مټریک سیستم پر کارولو ټینګار شوی و او اوس تعدیل شوی د پلي کېدو وړ نه دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ په‌دې اړه جزئیات نه ورکوي خو وايي، کارونه د کمېسیون له پریکړو سره سم پر مخ بیايي.

دی وايي:

"له تیرې اوونۍ راهیسې د کمېسیون مشرتابه، په تېره رئیس، مرستیال او غړیو، له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او کاندیدانو سره ګډې ناستې درلودې او بحث يې دا وه چې راتلونکو انتخاباتو ته یوه لاره وموندل شي چې د میزان په ۶مه انتخابات وشي. د دارالانشاء برخه مکلفه ده چې د کمېسیون د پریکړو عملي کېدو ته کار وکړي."

د قانون د دغې مادې په دوهم بند کې راغلي کمېسیون مکلف دی چې د انتخاباتو د چټکتیا او شفافیت لپاره تدابیر ونیسي چې د ثبت نام او رایه ورکولو کړن‌لارې پورې تړلې ټوله پروسه د الکټرونیکي سیسټم له لارې په خوندي توګه ترسره شي.

خو د کمېسیون په پریکړه‌لیک کې راغلي چې د پارلماني انتخاباتو د رایه ورکوونکو پخوانی فهرست د دوهم ځل لپاه د تأیید وړ دی او د اصلاحاتو وروسته به ترې ګټه واخېستل شي.

دې کمېسیون همدارنګه په خپل پریکړه‌لیک کې ویلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایه ورکوونکو د پخواني فهرست څخه به ګټه واخلي.

د دې کمېسیون له‌خوا دا تصمیم په‌داسې حال کې نیول شوی چې پخوا تر دې د یوناما دفتر سره له دې چې د ټاکنو پر شفافیت تاکید کوي خو په ولسمشریزو ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم نه کارول واقعبینانه نه ګڼي.

په ورته وخت کې د دغې پریکړه لیک په غبرګون کې په افغانستان کې د امریکا سفارت د دغه انتخاباتو په روڼوالي تاکید کړی او لیکلي یې دي چې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست د دغه کمېسیون پر وړاندې غبرګون ښودلی او دغه پریکړه یې د قانون ماتول ګڼلي دي.

د اجرائیه ریاست سلاکار حکمت الله صافي له دغه کمېسیونه غواړي چې د ده په وینا دغه پریکړه له قانونه سرغړونه ده او باید بیا کتنه پرې وشي.

دی وايي:

"دا د خلکو پروسه ده او خلک بایومټریک سیسټم غواړي، دستګاوې اخېستل شوي، کمېسیون دې په مهربانۍ سره خپل ظرفیت وښيې، انرژي دې ولګوي او دې هرې لارې چې وي مکلف دی توانمندي او ظرفیت دې رامنځته کړي. له بایومټریک سیستمه پرته به انتخابات مسخره وي او خلکو ته به د منلو وړ نه وي."

ښاغلی صافی ټینګار کوي چې د انتخابات خپلواک کمېسیون مشرتابه دې د تېر کمېسیون د رهبرۍ په څېر د درغلیو لارې نه پرانیزي.

دی خبرداری ورکوي، که دا پریکړه پلي شي په ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډوډي رامنتځه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG