د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د ځوانانو معینیت: د رضاکارو ځوانانو له لارې ټولو سیمو ته د سولې پیغام ورسوو


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو په معینیت کې «په سوله کې ګډ ژوند» نړیواله ورځ لمانځله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو په معینیت کې «په سوله کې ګډ ژوند» نړیواله ورځ لمانځله.

د افغانستان د ځوانانو چارو معینیت وایي چې غواړي د رضاکارو ځوانانو له لارې د کمپاین په ترسره کولو سره د هېواد ټولو سیمو ته د سولې پیغام ورسوي.

مصطفی محمدي هغه رضا کار ځوان دی چې سولې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي او غواړي چې د هېواد ګوټ ګوټ ته د سولې پیغام ورسوي.

دی وايي:

"زموږ هدف دا دی چې په خلکو کې دا فکر رامنځته کړو چې شته اختلافاتو ته د حل یوه لار پیدا کړي."

مصطفی وایي، له جګړې ستړی شوی او نه غواړي چې نور یې هېوادوال د جګړې قرباني او غواړي په امن کې ژوند وکړي.

د سولې د رضا کارانو په‌دی خوځښت کې د هلکانو ترڅنګ، نجونې هم ګډون لري او غواړي چې سولې ته د رسېدو لپاره شپه او ورځ هڅې وکړي.

نویده حفیظي سولې ته د رسېدو او د هېواد ملي ګټو د تأمین لپاره د خپلو ارمانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"غواړو چې له جګړې وژغورل شو او ټول افغانان په ځانګړي توګه ځوانان دېته وهڅوو چې سولې ته د رسېدو په لار کې په ګډه هڅې وکړي. غواړو د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره خپل هېواد ته خدمت وکړو."

دا دوه تنه د هغو لسګونه ځوانانو له ډلې څخه وو چې د پنجنشبې په ورځ یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو په معینیت کې «په سوله کې ګډ ژوند» نړیواله ورځ لمانځله.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغان حکومت، نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتونه سولې ته د رسېدو او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره لا دمخه هڅې پیل کړې دي.

د سولې عالي شورا په‌دې برخه کې د رسمي هڅو ترڅنګ، د ځوانانو ورته رضا کار حرکتونه هم مهم بولي.

د سولې عالي شورا مرستیالې، حبیبه سرابي دې غونډې ته وویل:

د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي

"ما ته دا ډېره مهمه ده چې تاسو ځوانان سولې ته د رسېدو په لار کې دا شان رضا کارې هڅې کوئ. که موږ د سولې موضوع ته د پروژې او مالي سرچینې په سترګه وګورو، نو هېڅ‌کله هم سولې ته نه رسېږو."

میرمن سرابی وایي، د سولې عالی شورا د «سولې میندو» په نوم یو پروګرام پیل کړی چې تردی مهاله د هېواد په نهو ولایتونو کې یې غونډې کړې او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې ټول هېواد ته وغځېږي.

د ځوانانو معینیت د معلوماتو پر اساس، اوس مهال د هېواد ۶۴ سلنه ځوانان جوړوي چې کېدای شي د دومره ستر اکثریت په مرسته په هېواد کې سوله ټینګه شي.

XS
SM
MD
LG