د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د کاپیسا د ورزش مسؤلین د ورزش له کمو امکاناتو سر ټکوي


د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا ولایت
د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا ولایت

د کاپیسا د ورزش مسؤلین په‌دغه ولایت کې د ورزش له کمو امکاناتو سر ټکوي.

د دغه ولایت د ورزش امر عیسی صافي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کمو امکاناتو له امله د دغه ولایت د ځوانانو علاقه له ورزش سره کمه شوې ده:

"امکانات صفر دي، زه چې ورزشي مسؤل یم معاش نه لرم، افتخاري کار کوم، کله چې ټورمنټ جوړوم له لوبغاړو او ورزشکانو پیسې راټولوم."

نوموړی وايي چې نه په کاپیسا کې ورزشي میدان او نه هم جمنازیم شته.

ښاغلي صافی په دې برخه کې د مسؤلینو پاملرنه غواړي.

XS
SM
MD
LG