د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

هوتک: د افغان کرکټ ملي ټیم ایرلنډ سره لوبې ته چمتوالی نیولی


د کورکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د کورکټ بورډ ویاند فرید هوتک

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغان کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ سره لوبې ته بشپړ چمتوالی نیولی.

د کورکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان کرکټ ملي ټیم سبا ایرلینډ ته روانېږي:

"ټاکل شوې چې سبا افغان کرکټ ملي ټیم له سکاټلنده ایرلنډ ته سفر وکړي او د ایرلنډ ملي لوبډلې سره به دوه لوبې ولري."

د نوموړي په وینا ټاکل شوې چې سبا نبي عیسی خېل او راشد ارمان دوه مشهور افغان کرکټران هم له افغان ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

د مجیب ځدراڼ په ګډون دغه دوه افغان لوبغاړي د هند کرکټ په غوره لوبو کې ولوبېدل.

له ایرلنډ سره به افغان لوبډلې لومړۍ لوبه روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه او دوېیمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۰مه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG