د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

عبدالله: په کوردننه له درمل توليدونکو ملاتړ کوو څو ځان بساینې ته ورسېږي


ارشیف، د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ارشیف، د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

که څه هم د افغانستان ۹۳ سلنه درمل له نورو هېوادونو را واردېږي، خو په کور دننه د درملو د تولید فابریکې د داخلیو تولیداتو په اړه خلکو ته ډاډ ورکوي.

د درمل تولیدونکو د کورنیو فابریکو مشران احمدشان امین او وحید صدیق یار په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ خلکو ته د داخلي درملو په اړه پوره ډاډ ورکوو، ځکه موږ له اروپایي هېوادونو همدا راز له چین او هند څخه د درملو د جوړولو لپاره باکیفیته مواد تولیدوو او ترې ګټه اخلو او ورو-ورو دا اقلام زیاتوو، څو د اوسنیو ستونزو مخه ونیول شي او ناروغان نورو هېوادونو ته ولاړ نه‌شي.

-زموږ تولیدات او ماشینري هر څه معیاري دي یعنې موږ سل سلنه خلکو ته د خپلو تولید شویو درملو په اړه ډاډ ورکوو."

د پنجشنبې ورځ په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د صنعت اوونۍ ولمانځل شوه.

په‌دغه غونډه کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې د روغتیا په برخه کې اوسنی پرمختګ کافي نه‌دی او اړتیا ده چې د باکیفیته درملو د تولیداتو او په‌دې برخه کې د قاچاق د مخنیوي په هدف له کورنیو تولیدي فابریکو او شرکتونو ملاتړ وشي.

دی وايي:

"د بېروکراسۍ ستونزه له بده‌مرغه د اداري فساد شتون، په قوانینو کې بې نظمي هغه څه دي چې تردې دمه دغه ټولې ستونزې نه دي حل شوي، دغه موارد یوه ځانګړې فضا ده چې له امله یې باید روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي، زما ژمنه له تاسو او تولیدونکو شرکتونو سره دا ده چې د درملو د ښه کیفیت په برخه کې به تاسو سره همکار یو."

دا په‌داسې حال کې ده چې تردې وړاندې یو شمېر خلکو د بې کیفیته درملو د پېر او پلور په اړه په وار-وار شکایتونو کړي وو.

د عامې روغیتا وزارت د مسؤلینو په خبره، اوس په افغانستان دننه ۱۵ قلمه درمل تولیدیږي چې په کور دننه ۷ سلنه اړتیا پوره کوي، خو په‌دغه هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د ټولو خلکو د درملو مصرف په کلني ډول ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز سره له دې چې د درملو په برخه کې ستونزې مني، خو وایي چې د خصوصي سکټور په همکاري یې اوس په‌دغه برخه کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

دی وايي:

"سره له دې چې د درملو د صنعت او تولید په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي، خو د دغو ستونزو سربېره بیا هم خصوصي سکټور، د درملو د تولید ټولنې د روغتیا وزارت په همکارۍ وکړای شول چې د وروستیو درې کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۶۰ فابریکو ته یې زمینه برابره کړې چې له ۴۰ اضافه یې فعالې دي او زموږ ۱۵ قلمو درملو اړتیا پوره کوي."

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر امنیتي بنسټونو او عامې روغتیا وزارت ټینګار وکړ چې هېواد ته د قاچاقي درملو د وارداتو مخه ونیسي او د روغتیا په برخه کې دې بنسټیز کار وشي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG