د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

ولسمشریزو ټاکنو ته د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر تر نامعلومې مودې وځنډېد


د روان لمریز کال د ثور ۲۶مه د زماني جدول له مخې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د تقویتي نوم‌لیکنې د پيل ورځ وه، خو اوس دغه بهیر تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوی.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بهیر د پيل لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی وو، خو نوموړی وايي، یوازې دې ته سترګې په لاره دي چې امنیتي بنسټونه د څومره مرکزونو امنیت ساتلای شي.

دی وايي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون راتلونکو انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې ۴۵۸ د نوملیکنې مرکزونه لري، موږ د زماني جدول پر بنسټ د دغو ټولو مرکزونو طرحه له امنیتي بنسټونو سره شریکه کړې، په‌دې تمه یو چې یاد بنسټونه له څېړونو وروسته موږ ته ځواب راکړي او هیله لرو چې ژر یې له موږ سره شریک کړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې به د تقویتي نوم‌لیکنې ۴۵۸ مرکزونه پرانېستې وي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دغه کمېسیون د ولسي جرګې انتخاباتو نوم‌لېکنې ته اعتبار ورکوي، نو له همدې امله دغه نوم‌لیکنه تقویتي ده.

په‌دغه بهیر کې هغه کسان شامل دي چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي، یا د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې له نوم‌لیکنې پاتې وي او یا یې هم روان کال خپل قانوني سن چې اتلس کلني ده بشپړ کړی وي.

په‌داسې حال کې چې د انتخاباتو ناظر بنسټونه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو نوم‌لړ ناقص او له قانوني خلاو ډک بولي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په هغه کې يې اصلاحات راوستي دي.

دغه کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړیو کې ویلي و چې د انتخاباتو په ورځ به له غزني ولایت پرته په ټول افغانستان کې خلک په ۷زرو مرکزونو کې رای ورکوي، خو دغه مرکزونه د امنیتي ستونزو له امله ۵۰۷۴ ته راښکته شول.

خو اوس د انتخاباتو د څار بنسټونه وايي، افغانستان درې انتخاباته په مخکې لري او په ټولو افغانستان کې ۴۵۸ د نوم‌لیکنې مرکزونه بسنه نه‌کوي.

د دغو بنسټونه په وینا د کمو مرکزونو پرانېستل د انتخاباتو سراسري والی تر پوښتنې لاندې راولي.

خو د نوم‌لېکنې بهیر په ځنډ پیل د اتنخاباتو د ناظرو بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ شو.

که څه هم له پرله‌پسې اړیکو سره سره بیا هم دفاع وزارت ځواب رانه‌کړ، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دم‌ګړۍ په‌دغه وزارت کې د نوم‌لیکنې د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب طرحه تر غور او څېړنې لاندې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل:

"طرحه له موږ سره شریکه شوې، امنیتي بنسټونه پرې جدي کار کوي او دا چې وروستۍ شي جزئیات به یې د افغانستان له خلکو سره شریک کړو."

له دې سره په‌خوا کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، دغه کمېسیون یو ځل بیا د نوم‌لیکنې بهیر په ځنډ پيل سره د انتخاباتو قانون تر پښو لاندې کړ.

د نوموړي په وینا دا کار ښکاره کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او حکومت په ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته اراده نه‌لري.

د ښاغلي رشید په وینا د نوم‌لېکنې بهیر ځنډ به د جمهوري ریاست په انتخاباتو تأثیر ولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG