یو شمېر خلک د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندانو او ملي یووالي حکومت تر منځ اختلافاتو اندېښمن کړي دي.
د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندانو او د ملي یووالي حکومت تر منځ فکري اختلافونو د عادي وګړو پر ژوند سیورۍ غوړولی دی.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د ملي یووالي حکومت پر بدلون او مؤقت حکومت ټینګار کوي، ځکه د دوی په خبره د دغه حکومت په دوره کې ناامنۍ، تعصب او ټولنیز او بې عدالتي پراخه شوې ده.
د پلازمېنې یو اوسېدونکی غلام سخي وايي:
"حقیقت دا دی چې که نوی حکومت راشي ښه بهوي، حکومت باید د ټولنیز عدالت او مطلقې ازادۍ خاوندان او له تعصب لېرې وي، خو پهدې حکومت دا هرڅه شته او باید مؤقت حکومت جوړ شي جې عدالت تأمین شي."
خو د کابل ښار یو شمېر نور اوسېدونکي بیا سرپرست حکومت د افغانستان شا تګ بولي.
سید ملک پسرلی یې په اړه وايي:
"مؤقت حکومت موږ ته د منلو وړ نهدی او باید انتخابات ترسره شي، ولسمشر باید د خلکو له لوري وټاکل شي که اشرف غني وي که بل کس."
دا څرګندونې پهداسې حال کې دي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا، د ملي یووالي حکومت کار د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته ختم بولي او ټینګار کوي چې د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د حکومت د کار دوام به په هېواد کې د کړکېچ لامل وګرځي.
د ولسمشریزو انتخاباتو ۱۳ نوماندان د دغې شورا په چوکاټ کې له جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د یو سرپرست حکومت په جوړېدو ټینګار کوي.
د دغه نوماندانو له ډلې احمد ولي مسعود وايي، د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون خلاف رامنځته شوی او د جوزا له لومړي نېټې وروسته اړینه ده چې سرپرست حکومت جوړ شي.
دی وايي:
"د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون خلاف و او ښاغلی اشرف غني ولسمشر شو او دوی ونهشوای کړای چې انتخابات په خپل وخت ترسره کړي نو له همدې امله ده چې د خلکو د باور وړ نهدی، مدیریت یې تر پوښتنې لاندې دی او ملي مصلحت ایجابوي چې سرپرست حکومت جوړ شي، ځکه نه کېږي چې هم یو کس دې ولسمشر وي او هم نوماند چې له دولتي امکاناتو ګټه واخلي."
خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د دغو نوماندانو د دې وړاندې په اړه چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته دې سرپرست حکومت جوړ شي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، د سرپرست حکومت د جوړولو په اړه هر ډول وړاندیز د اساسي قانون او د هېواد د نظام خلاف کار دی.
څه موده مخکې د افغانستان سترې محکمې هم پرېکړه وکړه چې ولسمشر غني د انتخاباتو د ترسره کولو تر پایه خپل کار ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د ولسمشریزو انتخاباتو یو شمېر نور نوماندان چې د دغو نوماندانو د شورا غړیتوب نهلري هم وایي چې د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت عمر پای ته رسېږي او ستره محکمه د حکومت د کار د غځولو صلاحیت نهلري.
د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماند ګلبدین حکمتیار د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل وايي:
"د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د اوسني حکومت وخت ختمېږي او ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر او د کار د تمدید صلاحیت نهلري دا چې د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته څه باید وشي پهدې اړه اوس په حزباسلامي کې بحثونه روان دي."
د جوزا لومړۍ نېټې ته له یوې اوونۍ کم وخت پاتې دی، هغه نېټه چې د ملي یووالي حکومت پنځه کلنه کاري موده ورسره پای ته رسېږي، اوس ولیدل شي چې څنګه به د دغې ستونزې د پراخېدو مخه نیول کېږي او د حل یوه معقوله لار ورته ولټول شي.
راپور: فېروزه عزیزي