د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۶

چارواکي: نږدې راتلونکي کې به د ووشو څو سیالۍ جوړې شي


د افغانستان ووشو فدراسیون وایي، ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې د ووشو څو سیالۍ جوړې شي.

د دغه فدراسیون مشرسید الرحمن یورش نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"د رینګ په منځ کې لومړنۍ سیالۍ جوړوو، همدا راز زموږ د لیګ سیالۍ هم شته چې په ولایتونو کې به هم ترسره شي چې د اتو ولایتونو تر څنګ په کابل کې هم له روژې وروسته دغه لیګ سیالۍ کېږي او ځينې نورې سیالۍ هم لکه د زونونو."

ښاغلي یورش دا هم وویل چې د دغو سیالیو تر څنګ د لوب‌څارو او روزونکو سیمینارونه هم جوړېږي.

XS
SM
MD
LG