د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ولسمشر غني تمه وښوده چې د ملي شورا ۱۷مه دوره به روښانه وي


 د نویو بریالیو شویو وکیلانو د لوړې مراسم
د نویو بریالیو شویو وکیلانو د لوړې مراسم

له اووه میاشتني ځنډ وروسته د کابل ولایت د انتخاباتو د وروستیو پایلو په اعلان سره د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو بهیر هم بشپړ شو.

افغان ولسمشر په ځنډ سره د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو اعلان فاجعه بولي او پړه یې د انتخاباتو په پخواني کمېسیون اچوي.

محمد اشرف غني چې د چهارشنبې په ورځ یې د کابل او پکتیا ولایت د نویو بریالیو وکیلانو د لوړې په مراسمو کې خبرې کولې، تمه وښوده چې د ملي شورا ۱۷مه دوره به یوه روښانه دوره وي.

دی وايي:

"نن تاسې ته نه یوازې د وکیلانو په حیث مبارکي درکوم، بلکې ځانګړې مبارکي مې دا ده چې د افغانستان ولسي جرګه بشپړه شوه، تاسې او ټول افغانستان ته دې مبارک وي، د دې غوښتنه کوم چې انشاءلله ۱۷مه دوره به د افغانستان د ملت لپاره روښانه دوره وي."

د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریزکال په میزان میاشت کې شوي وو، خو په انتخاباتو کې د ګڼو ستونزو له امله د انتخاباتو کمېسیون په‌دې وتوانېد چې د دغو انتخاباتو وروستۍ پایلې په خپل وخت سره اعلان کړي.

په‌دغه انتخاباتو کې د کابل ولایت وروستۍ پایلې پرون د انتخاباتو د کمېسیون له‌خوا اعلان شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشاء رئیس د کابل ولایت د وروستیو پایلو د اعلان د هرکلي ترڅنګ وايي، سبا به دغه جرګه عمومي ناسته ولري.

عبدالقادر ځاځی ازادي راډیو ته وویل، عمومي غونډه به د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره پریکړه کوي.

عبدالقادر ځاځی
عبدالقادر ځاځی

دی وايي:

"سبا به عمومي غونډه ولرو، عمومي مجلس به پریکړه کوي چې اداري پلاوی په همدې ورځ وټاکي او که بله ورځ، که د انتخاباتو پریکړه وشوه، سبا ورځ به اداري پلاوي ته انتخابات وشي، د خوشحالي ځای دا دی چې د ولسي جرګې ټول ۲۵۰ غړي بشپړ شول."

ښاغلی ځاځی دغه څرګندونې داسې مهال کوی چي ټاکل شوې وه د تېرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکل کېدو لپاره انتخابات ترسره شي، خو د کابل ولایت هغو وکیلانو چې نومونه یې په لومړني لېست کې راغلي وو، د ملي شورا د ودانۍ مخکې ته په یو اعتراضیه غونډه کې د دغو انتخاباتو او شورا ته د وکیلانو او سناتورانو د ننوتلو مخه ونیوله.

په ورته وخت کې له تېرو اوو میاشتو راهیسې د ناکامو کاندیدانو له‌خوا هم د اعتراضونو یوه اوږده څپه روانه وه چې وروستۍ هغه یې په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفتر ته څېرمه د دوشنبې په ورځ د سیمې د اوسیدونکو له غبرګون سره مخ شوه.

دوی ویل چې له دغو اعتراضونو نور تر پوزې راغلي او ګڼې ستونزې یې ورته پیدا کړي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په غزني ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات نه دي شوي او له قانون سره سم د دغه ولایت پخواني وکیلان په جرګه کې د غزني استازيتوب کوي.

که څه هم افغان ولسمشر په جرګه کې د غزني ولایت د نویو استازو نه شتون یوه خلا وبلله، خو د انتخاباتو له کمېسیونه یې وغوښتل چې دغه تشه بشپړه کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و چې د غزني د ولسي جرګې انتخابات به د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره یو ځای چې د روان لمریز کال د میزان په ۶مه نېټه ترسره کیږي.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د ولسي جرګې د وروستیو پایلو له بشپړ اعلان هرکلی کوي او ټینګار کوي چې کمېسیون به د جمهوري ریاست انتخاباتو چمتوالي ته بشپړ پام واړوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا د فیفا ویانده مروا امیني
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا د فیفا ویانده مروا امیني

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا د فیفا ویانده مروا امیني په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له نېکه‌مرغه له اوو میاشتو ځنډ وروسته چې انتخاباتو ستونزې هم درلودې، دغه ټکنی او جنجالي بحث پای ته ورسېد، خلک هم په کرار شول، مقننې قوې هم په کار پیل وکړ."

اوس چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو له ستونزو خلاص ښکاري وايي، ټاکل شوې چې د مخکني مهالویش سره سبا د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د نوم لیکنې بهیر پیل شي.

خو په کمېسیون کې یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ممکن دغه بهیر سبا نه بلکې په ځنډ پیل شي، خو سرچینې په دې اړه دېر ورنه کړل.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG