د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د څرخي پله ځیني زندانیان وايي، د زندان پرسونل پرې سوداګري پیل کړې


آرشیف/ د څرخي پله زندان/ Source: epa
آرشیف/ د څرخي پله زندان/ Source: epa

د کابل د څرخي پله په محبس کې ځیني بندیان ادعا کوي چې د زندان پرسونل سوداګري پیل کړې او ځیني توکي پرې پلوري.

د دغه محبس دوو زندانیانو جمعه خان او خلیل الرحمن ازادي رادیو ته د ټیلیفون پر لیکه وویل، په‌دغه محبس کې عدالت نه‌شته او له زندانیانو سره ناوړه چلند کیږي.

جمعه خان د کابل د څرخي پله په زندان د خپلو کړاوونو په اړه وايي او ادعا کوي چې د زندان پرسونل پر دوی تجارت کوي.

دی زندان ته د مخدرو موادو او داسې نورو ممنوعه شیانو د راوړلو پړه د زندان پر پرسونل اچوي او په‌دې برخه کې یې په لاس لرلو تورنوي.

نوموړي پر ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل:

"د زندان پرسونل دغه شیان راوړي، د زندانیانو د کورنۍ غړي نه‌شي کولی دغه شیان راوړي، ځکه تالاشي کېږي او له کمپیوټره تیريږي. که پوډر یا موبایل او نور شیان وي ټول پرسونل راتېروي. د زر افغانیو موبایل په زندانانو په ۸۰۰۰ افغانۍ پلوري. بیا راځي تالاشي اخلي او بیا هماغه په بل زنداني پلوري."

دا خبرې په‌داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د کابل د څرخي پله په زندان کې د پولیسو او بندیانو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا نښته هغه مهال پېښه شوه چې پولیسو غوښتل د مخدرو موادو د زندانیانو بلاک وارزوي چې په نتیجه کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ نښته وشوه.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي تېره ورخ ازادي راډیو ته ویلي و چې په‌دغه نښته کې ۴ زندانیان وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د نوموړي په خبره په‌دغه نښته کې شل پولیس هم ټپیان شوي دي.

بندیان وايي، پولیسو غوښتل د بندیانو موبایلونه واخلي ځکه دغه نښته رامنځته شوه.

جمعه خان بندي وايي، دوی موبایل ته اړتیا لري او خپلو کورنیو سره پرې خبرې کوي.

د دغه محبس بل زنداني خلیل الرحمن ادعا لري چې د زندان پرسونل، چاقوګان او داسې نور شیان په بندیانو پلوري.

ده هم پر ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل:

"زندانیان کومه فابریکه نهلري چې چاقو او برچې ولري، که ورسره هم وي حکومتي افراد یې ورته راوړي چې زندانیان په خپلو منځو کې سره واچوي، یو بل ووهي او دوی یې ننداره وکړي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د څرخي پله په زندان کې د ستونزو په اړه خبرې کېږي، بلکې مخکې تر دې هم د یاد محبس بندیانو په څو ځلي د نه خوړو اعتصاب کړی او دوسیو ته د نه رسېدنې له امله یې شکایتونه کړي دي.

ازادي رآډیو وغوښتل چې په‌دې اړه د محابسو د عمومي رئيس عبدالعلیم کوهستاني نظر واخلي، خو له خبرو کولو يې ډډه وکړه وېې ویل، په‌دې اړه د خبرو کولو مسؤلیت د وزارت د ویاند دنده ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ممنوع شیان راټولېدل، څېړنې کېدې، څوک چې پهدې برخه کې لاس ولري ورسره جدي او قانوني چلند کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو سازمان د کابل د څرخي پله په زندان کې له بندیانو سره د پولیسو د تېرې ورځې عمل غندي.

د دغه سازمان رئیس لعل ګل لعل وايي، امینتي ځواکونو ته پکار ده چې په داسې مواردو کې له ګاز، اوبو او داسې نورو وسیلو نه چې د مرګ ژوبلې لامل نه‌شي کار واخلي، نه دا چې یو حرکت په وژونکو وسیلو تم کړي.

ارشیف، لعل ګل لعل , 20October 2009
ارشیف، لعل ګل لعل , 20October 2009

دی وايي:

"په خواشینۍ سره په افغانستان کې د څرخي پله د زندان پېښه ځانګړې نه ده، بلکې دلته چې کله هم مظاهرې کېږي، دغه شان پېښې رامنځته کېږي. دا د پولیسو مسلکي کړنې نه‌دي چې د تاوتریخوالي پر وړاندې یې کوي، موږ له دولت او امینتي ځواکونو هیله کوو چې په‌دې اړه پام وکړي چې په راتلونکي کې داسې پېښې رامنځته نه‌شي."

خو ښاغلی رحیمي وايي، بندیانو د پولیسو وسلو ته لاس واچوه، دوی یې په شدید ډول ټپیان کړل او د دوی ځان ته خطره وه، نو ځکه اړ شول چې دا کار ترسره کړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په پروان کې د ازادي راډیو د خبریال د خبر له مخې د هغه ولایت په مرکزي زندان کې هم له تېرې ورځې راهیسې یو شمېر بندیانو د دوی دوسیو ته د نه رسېدنې په هدف د نه خوړلو اعتصاب کړی او شونډې یې ګنډلې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا مهال د ټول افغانستان په کچه په زندانونو کې د ۳۰۰۰۰ په شاخوا کې بندیان ساتل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG