د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

کانورزیشن خپرونه: داسې ښکاري چې تر ټولو اوږده افغان جګړه پای ته رسېږي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې په خپله تازه ګڼه کې د داسې دوه مخیزو اسنادو د ترلاسه کولو خبره کوي چې په‌کې راغلي دي، د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاټریک شاناهان د دفاع وزارت چارواکي د مالي کال تر اخره افغانستان ته له سفره منع کړې دي او په‌دې برخه کې یې د کانګرس له غړیو غوښتې دي چې دا بندیز پلی کړي.

خپرونه لیکي چې د سفر په برخه کې دغه وړاندیز چې نژدې یو کال موده رانغاړي په‌داسې وخت کې شوی دی چې تېره اوونۍ طالبانو په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې خونړي بریدونه وکړل.

یو شمېر ډیموکراټانو نیوزویک ته ویلي چې د امریکا د متحدایالاتونو د اوسني حکومت پر مهال افغانستان ته پر سفرونو محدودیتونه سخته شوي دي چې له دې سره د کانګرس د څارنې مخه نیول کېږي.

خپرونه وړاندې لیکي:

داسې نه ښکارې چې په کانګرس کې دې د بندیز د وړاندیز هرکلی ډموکراتان وکړي، نو ښایي د کانګرس د ډموکراتانو او پنټاګون ترمنځ نوې لانجې ته لار پرانېزي، په ځانګړي ډول چې پوځي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دوی د ۲۰۱۹ مالي کال له بودجې څخه یو نیم میلیارډه ډالر له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړېدو ته ځانګړې کوي.

د خپرونې په باور د دې پیسو تر نیمایي زیاته برخه په اصل کې په افغانستان کې د افغان ځواکونو د حمایت او د امریکایي ځواکونو د تقاعد د سیستم لپاره ځانګړې شوې وې.

ډموکراتان په کانګرس کې اکثریت دي او د مکسیکو او د امریکا د متحد ایالاتونو ترمنځ د دیوال له جوړېدو سره مخالفت کوي.

  • کانورزیشن خپرونه

کانورزیشن خپرونې د افغانستان د جګړې او سولې په ارتباط یو مطلب خپور کړی دی.

د دې مقالې د لیکوال په باور داسې ښکاري چې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په لوړه کچه وروستیو خبرو کې مهم پرمختګ ونه شو، خو داسې پرمختګ وشو چې سولې ته شرایط بهتره کوي.

ورځپاڼه لیکي:

دا مهمه ده چې د لومړي ځل لپاره طالبانو او د امریکا متحد ایالاتونه د جګړې د دوو لوریو په توګه مخامخ خبرې سره کوي.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې د امریکا او طالبانو له مداخلې پرته بله سوله‌ییزه حل‌لار نه تر سترګو کېږي.

کانورزیشن ورځپاڼه بیا لیکي، دې ته اړتیا شته چې هر لوری یو څه له لاسه ورکړي، څو خپل ستر اهداف ترلاسه کړي او د وینو د بهیدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG