د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۰

مایک پامپیو د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کوي

ارشیف،د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کوي. May 14, 2019.
ارشیف،د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کوي. May 14, 2019.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له روسيې مشرانو سره د خبرو لپاره د دې هېواد ساحلي ښار سوچي ته رسېدلی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کوي.

مایک پامپیو د روسيې ساحلي ښار سوچي تر رسېدو مخکې په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې له روسي مقاماتو سره به د مختلفو او مهمو مسئلو په اړه خبرې وکړي.

پامپیو ویلي کیدی شي پر ځینو مسئلو موږ موافقه وکړو او د ځینو په اړه ښايې سلا نه‌شو، خو په وینا يې کله چې زموږ ملي ګټې مطرح وي، په هغې صورت کې بیا باید د مخته تګ لاره پیدا کړو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دا له روسيې څخه د مایک پامپیو لومړنۍ کتنه ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر به د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وویني.

مایک پامپیو په‌داسې وخت کې د روسيې سوچي ښار ته رسېدلی دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم نن د یوه هایپرسونیک یا د غږ له سرعت نه د تیز توغندي د لیدلو لپاره د روسيې جنوب ته تللی دی.

د کرملین ویاند ډیمیتري پیسکوف دا ادعاګانې رد کړي چې ګواکې د دې توغندي د لیدلو له لارې د روسيې ولسمشر امریکا ته د خپل هېواد پوځي ځواک ښودل غواړي.

ښاغلي پیسکوف ویلي په‌دې برخه کې د توطئو جوړولو ته اړتیا نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مایک پامپیو او روسي مشران به د سوچي په غونډه کې د وسلو د کنټرول، د ونزوئلا د بحران، د اوکراین او سوريې د جګړې او د ایران د اټمي مسئلې په اړه خبرې وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG