د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

رحیمي: د څرخي پله زندان کې په رامنځته شوي اخ‌وډب کې ۴ زندانیان وژل شوي


آرشیف/ د څرخي پله زندان/ Source: epa
آرشیف/ د څرخي پله زندان/ Source: epa

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د څرخي پله په زندان کې په رامنځته شوي اخو ډب کې ۴ زندانیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

دا وزارت وايي چې د دغه وزارت او څارنوالۍ د یو ګډ امر له مخې پولیسو هڅه کوله چې د پلچرخي له زندانیانو نه ټیلیفونونه او نور ممنوعه وسایل راټول کړي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، پولیسو له درې څلورو بلاکونو دغه وسایل راټول کړل، خو کله چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې بلاک زندانیانو نه ټیلیفونونه یې راټولول، نو د دغه بلاک زندانیانو له انکار ترڅنګ په پولیسو او څارنوالانو حمله وکړه.

ښاغلي رحمیي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو په لومړي سر کې هوايي ډزې وکړې او وروسته دغه ستونزه په نښته بدله شوه چې په‌کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته:

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

"یو شمېر زندانیانو په پولیسو او څارنوالانو حمله وکړه چې له پولیسو سره په نښته کې څلور زندانیان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي، په همدې جګړه کې د شلو په شاوخوا کې پولیس او امنیتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي."

ښاغلي رحیمي زیاتوي چې وضعیت اوس د پولیسو په کنټرول کې ده او اخ و ډب پای ته رسېدلې دی.

د کابل پلچرخي زندان چې د کابل ښار په ختیځ کې موقعیت لري، د وسله‌والو طالبانو په ګډون د مخدره موادو او جنايي پېښو ګڼ زرګونه زندانیان په‌کې بندیان دي.

د جمعه خان په نامه یوه بندي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه شاوخوا دوه بجې وشوه او په خبره یې په پېښه کې د پنځوسو په شاوخوا کې زندانیان او پولیس ټپیان او وژل شوي دي:

"جنګ هغه مهال وشو چې زلمی منګل راغی او زموږ ټیلیفونونه یې ټولول، زندانیانو ټیلیفونونه نه ورکول پولیسو له زوره کار واخېست، په‌دې مهال جګړه کې رامنځته شوه، په جګړه کې له پنځوس زیات زندانیان مړه او ټپیان او درې پولیس د زندانیانو له لوري یرغمل شوي چې د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته."

د کورنیو چارو وزارت وایي چې شاوخوا اووه زره تنه د څرخي پله په زندان کې بندیان دي چې لسګونه ښځې هم په‌کې شاملې دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د پلچرخي په زندان کې د زندانیانو او ساتونکو ترمنځ جګړه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله دا ډول پېښې شوې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG