د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۶

د نورستان اوسیدونکي وايي، اکثره ښوونځي يې ودانۍ نه‌لري

د نورستان اوسیدونکي وايي، اکثره ښوونځي يې ودانۍ نه‌لري چې له امله یې زده‌کوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د واما ولسوالۍ اوسېدونکی روح الله وايي:

"ښوونځی يې سرپناه نه‌لري، کله چې باد او باران شي نو دوی د کیناستو له پاره ځای نه‌لري او ښوونکي اړ وي چې زده‌کوونکي رخصت کړي او که باد اوباران نه وي بیا په سپېرو خاورو کې شین اسمان لاندې ناست وي."

بل‌خوا د کامدیش ولسوالۍ اوسیدونکی امان الله امان وايي، په سیمه کې يې زده کووونکي په بې سرپناه ښونځیو او سپېرو خاورو کې زده‌کړې کوي چې د درسي بهیر د ګډوډېدو ترڅنګ يې روغتیا ته هم زیان رسېږي.

راضیه بیا د پارون اړوند د پرونس په لېسه کې ښوونکې ده نوموړې وايي، نجونې د زده‌کړو سره پوره مینه لري، خو د تعمیرونو نشتوالي، زیاتې نجونې ښوونځي ته له راتګ زړه تورې کړي دي.

چارواکي هم مني چې ښوونځي يې سرپناه نه‌لري، خو په روان کال کې به ۵۵ ښونځیو ته ودانۍ جوړې شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ولایت کې ۱۵۸ ښونځي ودانۍ نه‌لري، یوازې په روان لمریزکال کې به ۵۵ ښونځیو ته ودانۍ جوړې شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

والي وړاندې وویل:

"په روان کال کې په نورستان کې ۵۵ ښونځیو ته ودانۍ جوړېږي او په ۱۳۹۹ کال کې موږ ډاډه یو چې په نورستان کې به ټولو بې سرپناه ښونځیو ته ودانۍ جوړې شي. دا ژمنه نه‌ده بلکې عملي کار دی."

نورستان یو لېرې پروت او غرنی ولایت دی چې د چارواکو په وینا په‌کې د ټولو ښونځیو دروازې د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستې دي، خو د دوی د تعلیم پر وړاندې ستره ستونزه د ودانیو نشتوالی دی.

راپور: روح الله انوري-نورستان

This item is part of
XS
SM
MD
LG