د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۵

د سوځېدلو د درملنې لومړنی ځانګړی مرکز په کابل کې پرانېستل شو

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فیروز

د هېواد په کچه د سوځېدلو د درملنې لومړنی ځانګړی مرکز په کابل کې پرانېستل شو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د سوځېدلو د درملنې پردغه مرکز ۶۳ میلیونه افغانۍ لګیدلي چې۵۰ بستر او لازم تجهیزات لري.

د دغه وزارت چارواکي وايي، پخوا تردې د ځان سوځولو پیښې ۳۰ فیصده وې، خو اوس ۱۵ ته راټیټې شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فیروز د یاد مرکز د پرانېستو پرمهال وویل، د دغه مرکز له فعالېدو سره به د سوځېدو له امله د مړینې سطح صفر شي.

نوموړی وايي:

"د ځان سوځونې، انتحار، چاودنو او سوځېدنو د پېښو ډېروالي او د درملنې د ځانګړو مرکزونو نه‌شتون ته په پام، وپتیل شوه چې دغه مرکز جوړ شي. دا یوازینی مرکز دی چې کولی شي، د سوځېدلو ډېری ستونزې تر پوښښ لاندې راولي ځکه سوځېدلي ناروغان ځانګړې درملنې ته اړتیا لري. یعنې که یوه ښځه وسوځي، جلا کوټې ته ضرورت لري، حال دا چې پخوا په روغتونونو کې دا زمینه نه‌وه برابره."

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د سوځېدلو د ښې درملنې لپاره دغه مرکز ګټور ګڼي خو وايي، د ځان سوځونې پېښو ته په کتو، اوس هم په هېواد کې د سوځېدلو د درملنې امکانات لږ دي.

په افغانستان کې د جنګ او ناامنیو ترڅنګ سوځېدل بله ستونزه ده چې د مړینې او معلولیت لامل کېږي.

  • حسینا خپله کیسه داسې کوي

۱۶ کلنه حسینا چې پښه یې سوځېدلې وايي، د درملنې لپاره هندوستان ته لاړه، خو بې نتیجې بېرته ستنه شوه.

دې وویل، له هغې وروسته چې په هېواد کې یې درملنه وکړه، ګرځېدلی شي:

"دوه کاله مخکې په صندلۍ کې سوځېدلې وم. هندوستان ته لاړم، عملیات شوم، خو نتیجه یې ورنه‌کړه، بیا د استقلال په روغتون کې بستر شوم او ډاکټرانو وویل، باید عملیات شي، له عملیات وروسته اوس ښه شوې یم."

سربېره پر دې ډېری نور کسان په تېره ښځې او ماشومان شته چې په پېښو او یا د دوی او د کورنیو د نه پام له امله سوځېدلي دي.

  • وحېده بیا وايي

مېرمن وحیده له خپلې لور سره یو ځای د ګازو د بالون د چاودېدو په پېښه کې سوځېدلې چې اوس د کابل د استقلال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

دې د ځان د سوځېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دېګ پخولو ته لاړم، ګاز مې ولګاوه، لاندې برخې یې اور واخېست ځکه ۴ کیلو مې په‌کې اچولي وو. اور زیات شو، کمپله مو پرې واچوله. له هغې وروسته د ګاز ډبه وچاودېده، مخ، لاسونه او اوږې مې وسوځېدې، لور مې هم سوځېدلې ده.

-لاسونه، مخ او ټول ځان مې سوځېدلي، ۹ ورځې کېږي بستر یم، خو وضعیت مې لږ ښه دی."

وحیده وايي، که څه هم دلته درمل په‌خپله ناروغان اخلي، خو د درملنې چارې یې ښې دي.

د افغانستان په نقشه کې د کابل ولایت
د افغانستان په نقشه کې د کابل ولایت

د سوځېدلو د درملنې لپاره، د استقلال او د هرات پر ځانګړي روغتون سربېره، اوس د هېواد په کچه په کابل کې د لومړي ځل لپاره د سوځېدلو د درملنې لپاره یو مرکز پرانېستل شو.

د استقلال روغتون د سوځېدلو د درملنې د څانګې مسؤل کمال‌الدین فیضي ازادي راډیو ته وویل، په‌دغه روغتون کې د روان کال له پیله تراوسه د ځان سوځونې ۲۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

ښاغلی فیضي وايي، د ځان سوځونې پېښې یو لوی ګواښ دی په تېره د ښځو پر وړاندې، خو د تېرکال په پرتله په‌کې کموالی راغلی دی.

راپور: خان محمد سیند

This item is part of
XS
SM
MD
LG