د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

په ارګ کې له افغانستان سره د امریکا په مرستو کتنه کېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز له ولسمشر غني سره د خبرو پر مهال. May 12 2019
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز له ولسمشر غني سره د خبرو پر مهال. May 12 2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز یو ځل بیا د افغان حکومت له مشرانو سره ګوري.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې ناسته کې چې په ارګ کې به ترسره شي، له افغانستان سره د امریکا په مرستو کتنه کېږي.

آرشیف، د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
آرشیف، د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

​دی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۲۴» وايي:

"ټاکل شوې چې نن په ارګ کې افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو د مرور غونډه ترسره شي چې د ملي وحدت حکومت مشران او امریکايي چارواکي به په‌کې برخه واخلي."

د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ولز د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلې او په کابل کې د امریکا سفارت د خپرې کړې اعلامیې پر بنسټ ټاکل شوې چې مېرمن ولز د حکومت له مشرانو او د مدني ټولنو له استازو سره وګوري.

اغلې ولز له دې وړاندې هم د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس په ګډون له یو شمېر افغان چارواکو سره کتلي دي.

ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې اغلې ولز د یکشنبې په ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او دواړو لورو د سولې د پروسې، د سولې مشورتي لویې جرګې په پایلو، د انتخاباتو په وخت ترسره کېدو او د امریکا د ملکي مرستو پر بیا کتنې خبرې کړې دي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني او مېرمن ولز په سپټمبر میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی.

د بیان له مخې، دواړو لورو دغه‌شان د ښې حکومتوالۍ او خودکفايۍ ته د رسېدو په هدف د امریکا د ملکي مرستو د بیا کتنې د موضوع په اړه هم خبرې کړې دي.

امریکا د افغانستان ستراتېژیک ملګری او شریک دی چې د نورو برخو تر څنګ د افغان امنیتي ځواکونو ډېری برخه لګښتونه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله په‌داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د هغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سولې ته د هڅولو په هدف تر اوسه له طالب استازو سره شپږ پړاوه خبرې کړې دي.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د اغلې ولز سفر دوه پیغامه لېږدوي.

د چارو پوه انتظار خادم
د چارو پوه انتظار خادم

د چارو پوه انتظار خادم‌یې په اړه وايي:

  • "لومړی دا چې امریکا به بیا هم د افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي او په خپله ژمنه ولاړ دي.
  • دوهم طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې سوله زموږ جدي مأموریت دی او که نتیجه نه‌ورکوي انتخابات بل څه دي چې لومړیتوب به ورکړل شي او سوله به وروستی ګام وي."

واشنګټن په‌دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له بودجې ۶۰۰ میلیونه ډالر مکسیکو سره د دېوال د جوړولو لپاره ځانګړي کړي دي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې دا پیسې د افغان ځواکونو د سپما شویو پیسو یوه برخه ده چې پر افغان ځواکونو به کوم اغېز ونه‌کړي.

ښاغلی خادم دا هم وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې سفر کابل ته دا پیغام هم رسوي چې امریکا په اوږدمهالي کې د افغانستان د جګړې بیه نه‌شي پرې کولای او کورني پروګرامونه‌یې ورته د افغانستان د جګړې په وړاندې لومړیتوب لري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG