د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۳

سرخط: ولسمشر ګام کېږدي او واک پرېږدي؟


د سرخط ورځپاڼې لوګور

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په راتلونکي جوزا میاشت کې د افغان ولسمشر د کاري مودې د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې له جوزا وروسته د واک لېږد د کانديدانو غوښتنه او حل‌لاره په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې په‌دې اړه د ولسمشرۍ د کانديدانو د شورا د خپرې کړې اعلامیې په نقل لیکلي دي چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر کار ناقانونه دی او باید سرپرست حکومت جوړ شي.

په سرمقاله کې وړاندې د اعلامیې په حواله راغلي دي چې که ولسمشر محمد اشرف غني له خپلې کاندیدۍ تېرېږي، نو کولای شي د بل ولسمشر تر ټاکلو پورې سرپرست وټاکل شي، خو که ولسمشر کاندید وي، نو په‌کار ده چې واک‌يې ختم شي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې اوس پوښتنه دا ده چې د کاندیدانو دا غوښتنه څومره پر ځای او عملي ده او د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته باید څه وشي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د واک موده په پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه له انتخاباتو وروسته پوره کېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په‌دې اړه‌يې له سترې محکمې یوه پرېکړه هم اخیستې ده، خو د ولسمشرۍ کاندیدان وايي، اساسي قانون وخت ټاکلی او د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر وخت پوره دی.

په سرمقاله ک وړاندې راغلي دي، جالبه دا ده چې دواړه لوري په قانون ټینګار کوي، خو سرمقاله لیکونکي لیکي، په‌دې اړه د اساسي قانون له مادې دواړه تفسیرونه کېدای شي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې د ارګ خبره هغه وخت سمه کېدای شي چې کله انتخابات د موجه دلیل له مخې ځنډېدلي وي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا انتخابات د سیاسي دلایلو او د حکومت د بې‌کفایتۍ له امله ځنډېدلي، ځکه پړه د ارګ په غاړه ده.

  • سرخط

خو سرخط ورځپاڼې بیا په همدې اړه لیکلي دي چې ولسمشر ګام کېږدي او واک پرېږدي؟

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکی مني چې د قانون په اساس د ولسمشر د واک موده د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، خو لیکي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوې طرحې له مخې د سرپرست حکومت رامنځته کول هم د قانون سره په ټکر کې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې کومو سیاسي ګوندونو چې دغه غوښتنه کړې ایا دغه ګوندونو یو يې هم خپل قانوني شرایط پوره کړي دي او یا هم د ټولو افغانانو ترمنځ ځای لري او د ټول ملت استازیتوب کولای شي؟

د سرمقالې لیکوال لیکي چې ځواب نه‌دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی چې د دې پر ځای د سیاسي اجماع له لوري سرپرست حکومت رامنځته شي ښه دا ده چې اوسنی ولسمشر پر خپل ځای پاتې شي او د نوي ولسمشر تر ټاکلو واک ته دوام ورکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي دي د ولسمشرۍ نوماندان دې د حکومت د راپرځولو پر ځای پر خپلو راتلونکو ټاکنیزو طرحو او پلانونو کار وکړي او اوسنی حکومت دې پرېږدي چې د هېواد چارې سمبال کړي.

  • دنیا

او دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG