د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

جلال‌اباد کې ۴ پرله‌پسې چاودنو ۴ ملکیان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي


د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت

د ننګرهار چارواکي وايي، په جلال‌اباد ښار کې د پرله‌پسې څلورو چاودنو په نتيجه کې څلور ملکيان وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ټپیانو د لیدو پرمهال خبريالانو ته وويل چې ټول وژل شوي او ټپیان ملکيان دي.

دی وايي:

"د ريکشې په وسیله باندې انفجار د تلاشی په چوک وشو، د پېښې ټول قربانيان ملکي او عام وګړي دي."

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل چې چاودنې د دوشنبې په ماښام اووه بجې، د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د پولیسو یوه هاموې موټر ته نېږدې وشوې.

خوګياڼي زياته کړه چې د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نشته خو داسي ښکاري چې د پېښې په ځای کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.

د دې پيښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

په ننګرهار کې هم طالبان او هم داعش ډله فعاله ده.

ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې د روژې مبارکې مياشتې په لومړۍ ورځ د مې مياشتې په شپږمه نېټه اوربند وکړي، خو دې ډلې د ولسمشر د اوربند وړانديز نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG