د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

په غزني کې د پېغلو او ځوانانو ځان‌وژنه زیاته شوې


د روضې کلی
د روضې کلی

د غزني ولایت له مرکز څخه په پنځه کیلومترۍ واټن شمال ختیځ لور ته اباد یو غټ کلی دی چې شاوخوا شپږ زره کوره او پنځه څلوېښت جوماته لري.

د دغه کلي وګړي ښځې او نارینه ډېری برخه یې تعلیم یافته او په اقتصادي لحاظ ښه دي.

دغه کلی چې د کابل - کندهار پر لویه لاره د سړک دواړو غاړو ته پروت دی،د سړک کیڼ لاسته برخه یې د سلطان محمود غزني تر زیارت راګرځېدلې دا کلی د روضې په نوم یادیږي.

دا هغه کلی دی چې سږ کال په‌کې پنځو تنو ځان‌وژنه کړې ده.

حبیب الرحمن تاثیر یې په اړه راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG