د ننګرهار په شېرزادو، خوګياڼو او حصارک ولسواليو کې روغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب کړی او له تېرې ورځې راهیسې په دې ولسوالیو کې ټول روغتيايي مرکزونه بند دي.
د خوګياڼو قومي مشر ملک نور محمد وايي، د دغو لېرو پرتو ولسواليو خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي او ولایتي اداره دې ددې ستونزې ته ژر د حل لار ولټوي.
ده وویل:
"دا خو به ډېره سخته وي، ماشومان دي، زنانه دي او سپين ږيري ناروغه کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې څومره ژر چې کېدای شي، دا ستونزه دې حل کړي."
په دې ولسوالیو کې روغتيايي کارکوونکي وايي چې دوی له ډېر پخوا راهيسې د خپلو حقوقو لپاره غږ پورته کوي، خو هېڅ غور پرې نه دی شوی.
دوی وايي، روغتيايي مرکزونو ته د کمو درملو او امکاناتو لېږل او ډاکترانو ته په وخت د تنخواو نه ورکول مهمې ستونزې دي.
د روغتيايي کارکوونکو په استازولۍ ډاکتر شېر افضل وايي، دوی پخوا هم د خپلو حقوقو غوښتنه کړې وه، ولې رسېدنه ورته نه وه شوې.
دی وايي، دا ځل ټولو ډاکترانو په يو اتفاق کاربندیز اعلان کړی، تر څو د دوی ستونزې ورحل شي.
دی زیاتوي:
"که چېرې په روغتونونو کې درمل وای، ډاکترانو ته معاش وای او نور امتيازات وای، نو موږ دا کار نه کولو، اوس موږ ټولو کاربندیز اعلان کړی، که زموږ غږ بيا هم وانه ورېدل شي، نو موږ خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکوو ځکه چې اساسي قانون موږ ته دا حقوق راکړی دی"
په ورته وخت کې د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، ولایتي ادارې دا مسئله د عامې روغتيا وزارت له مسؤلينو سره شريکه کړې او د حل غوښتنه يې ترې کړېده.
ده وویل:
"موږ هڅې کوو چې د ډاکترانو چارې بېرته دوام پیدا کړي، مخکې مو هم دا مسئله له وزارت سره شريکه کړې وه، کوښښ کوو چې دا مسئله ژر حل شي."
د ننګرهار د شېرزادو، خوګياڼو او حصارک ولسواليو کې شااوخوا دوه ویشت لوي او واړه روغتيايي مرکزونه فعال وو چې د ډاکترانو په د کاربندیز له امله اوس تړل شوي.
د سیمې خلک وايي، ولايتي اداره دې هڅه وکړي چې د روغتيايي کارکوونکو مشکلاتو ته رسېدنه وکړي او په خبره یې چې د دې مرکزونو له تړل کېدو سره خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.
راپور: شاه محمود شينواری