د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

فیفا: د انتخاباتو کمېسیون د انتخاباتو د عملیاتي پلان په اړه هېڅ پرمختګ نه لري


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لسمشریزو انتخاباتو د عملیاتي پلان په اړه هېڅ پرمختګ نه لري.

د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته ۵ میاشتې پاتې دي، خو د انتخاباتو څارونکي بنسټونه انتقاد کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لسمشریزو انتخاباتو د عملیاتي پلان په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، دغه وضعیت ته په کتو راتلونکي انتخابات د بحران په لور روان دی.

ده وویل:

"د تخنیکي او عملیاتي کارونو په برخه کې په خواشینۍ سره چې پرمختګ نه لرو، د ثور په ۲۶مه باید نوم لیکنه پیل شي، د عامه پوهاوي پروګرام نه شته، په کومو ولایتونو کې به څومره مرکزونه فعال وي او څو ورځې به کار کوي او څومره کارکوونکي به په کې بوخت شي، دوی چې په خوله څه وايي، په عمل کې پرمختګ نه لري."

د انتخاباتو د مهال وېش د پلي کولو څرنګوالی، د دې انتخاباتو د بودجې او د لوژستیکي برخې نه څرګندېدل، درأیو ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره د اطلاعاتو نه شتون او دا چې په کومو ولایتونو کې به څومره مرکزونه خلاص وي، په عملیاتي پلان کې شامل دي.

د فیفا بنسټ وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو پروګرامونو لپاره یوه کړنلاره هم نه ده تصویب کړې.

په ورته وخت کې د تقویتي یا په ولسي جرګه کې د رأیې ورکوونکو د لېست په اساس د نوم لیکنې د پروسې پیل ته څلور ورځې پاتې دي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دغې پروسې ته اماده ګي لري خو څارونکي بنسټونه وايي، د ولسې جرګې د رأیې ورکوونکو فهرست ته اعتبار ورکول دا ښيي چې دغه کمېسیون له عملیاتي پلانه لېرې پاتې دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټول تخنیکي کارونه یې بشپړ کړي او د رهبرۍ له پرېکړې وروسته به د عملیاتي پلان پلي کېدل پیل شي.

د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ ازادي راډیو ته وویل:

"په تخنیکي برخه کې چې ټول موارد ضرورت دي، اماده شوي دي، خو یو لړ پرېکړو ته ضرورت شته چې د کمېسیون رهبري يې په اړه تصمیم ونیسي، له هغې وروسته به عملیات پیل کړو."

د موقتو کارکوونکو د تنخواګانو نه ورکول بل انتقاد دی چې د انتخاباتو پر کمېسیون کېږي او څارونکي بنسټونه یې لامل په کمېسیون کې شته فساد ګڼي.

خو ښاغلی ننګ وايي، د دغو کارکوونکو د حقوقو ورکړه يې پیل کړې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG