د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د «IPL» په پای لوبه کې چنای سوپر کېنګز او ممبي اېنډینز سره مخ کېږي


ارشیف، د ای پي ایل لوبې
ارشیف، د ای پي ایل لوبې

د هندوستان د کرکټ د غوره‌لیګ یا «ای.پي.اېل» سیالیو په پای لوبه کې نن شپه چنای سوپر کېنګز او ممبي اېنډینز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت اووه بجې په حیدراباد ښار کې ترسره کېږي.

دواړه لوبډلې په «ای.پي.اېل» سیالیو کې تردې دمه ۲۹ ځلي مخامخ شوي چې ۱۶يې ممبي او ۱۱ يې چنای لوبډلې ګټلي دي.

همدا شان دواړو لوبډلو درې- درې واره د «ای.پي.اېل»​ سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړی دی.

دغه سیالۍ د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د هندوستان د کرکټ د اته سوداګریزو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.

په‌دې سیالیو کې درې افغان لوبغاړي، راشد خان ارمان، محمد نبي او مجیب ځدارڼ هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره ولوبېدل.

XS
SM
MD
LG