د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۱

د فوټبال افغان لوبډله په «F» ګروپ کې سعودي، ازبکستان او هند سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټبال د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو په اسیايي سیالیو کې به افغانستان په «F» ګروپ کې له سعودي عربستان، ازبکستان او هندوستان لوبډلو سره لوبې کوي.

د دې فدراسیون مطبوعاتي مرستیال شمس امیني نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د روان میلادي کال د نوومبر په ۱۰مه پیلېږي او ۴۶ اسیاسي لوبډلې په‌کې برخه لري.

نوموړی وايي:

"د ثور په ۱۹مه نېټه د مالیزیا په کولالامپور ښار کې د دې سیالیو د ګروپ بندې لپاره پچه اچونه وشوه، په‌دې سیالیو کې ۴۶ اسیاسي هېوادونو له ۱۹ کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه اخلي، اته ګروپونه کې څلور- څلور لوبډلې او په درېیو نورو ګروپونو کې پنځه- پنځه لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالي کوي."

د فوټبال د «اي.اېف.سي» د قانون له مخې د هرګروپ کوربه‌توب یوه لوبډله پر غاړه لري چې د «F» ګروپ کوربه‌توب د سعودي عربستان په غاړه دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG