د کندهار په ولایت کې د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
د دې ولایت د ورزش ادارې سرپرست مدیراغا نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پهدې سیالیو کې ۱۲۰ لوبډلې برخه لري چې د احمد شاه ابدالي د فوټبال په سټډیوم کې ترسره کېږي.
دی وايي، دا سیالۍ د روژې د میاشتې تر اخره دوام کوي او هره شپه څلور لوبې ترسره کېږي.
نوموړي همدا شان وویل چې د سیالیو په پای کې به ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او جایزې هم ورکړل شي.