د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د لاجوردو د لارې افغان سوداګر: ویزې او روډپاسونه په ډېرو ستونزو ترلاسه کوو


د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر وايي چې افغان حکومت باید د لاجوردو پر لار د افغان سوداګرو او بار وړونکو موټر چلونکو د ستونزو هواري ته پام وکړي.

رحم‌الدین حاجي‌اغا د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان سوداګر په‌دغه لار د ویزې په ګډون له یو شمېر ستونزو سره مخ دي.

دی وايي:

"سوداګر او موټر چلوونکي د لاجوردو په لار د پرتو هېوادونو ویزې او روډ پاسونه په ډېرو ستونزو ترلاسه کوي، اوس هم په سوداګریزو مالونو ولاړ ځیني موټر تګ ته چمتو دي، که دغه ستونزه حل شي، دوی حرکت کوي."

د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر رحم‌الدین حاجي‌اغا
د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر رحم‌الدین حاجي‌اغا

د دغه لارې د پرانېستې په لومړۍ ورځ ۹ موټره افغاني محصولات او تولیدات، چین او ترکیې ته روان شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نن څخه پنځه میاشتې مخکې په هرات ولایت کې د لاجوردو لاره پرانېستله.

د لاجوردو لار چې په تېر کې د ورېښمو لار بلل کېده، د افغانستان له هراته د ترکمنستان ترکمن باشي بندر ته چې کسپین بحیرې سره پروت دی، رسېږي، له کسپینه بیا اذربایجان او جورجیا هېوادونو ته او له دې ځایه بیا د ترکیې له لارې ازادو اوبو سره نښلي.

افغان سوداګر وايي چې له دې لارې وچه مېوه او تازه، طبي بوټي او بېلابېل نور افغاني تولیدات اروپايي هېوادونو او نړیوالو بازارونو ته صادروي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یاده برخه کې یو شمېر ستونزې مني خو وايي، دغه لاره نوې ده او افغان سوداګر او موټر چلوونکي نوې سوداګري او لاره تجربه کوي.

د دغه وزارت ویاند سیمر رسا ازادي راډيو ته وویل، د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه حل شوې او د نوموړي په خبره په پرله‌پسې توګه هڅې کېږي چې د افغان حکومت اړوند بنسټونه چې په یو مشترک بورډ کې سره کار او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یې هم غړیتوب لري پاتې ستونزې هم حل کړي:

ارشیف، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, March 20 2019
ارشیف، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, March 20 2019

دی وايي:

"نوې لار او لومړۍ تجربه وه ستونزې مشخصې شوې، رښتیا هم د ویزې ستونزه وه چې د بهرنیو چارو وزارت له ګډ ټیم سره دغه ستونزه حل کړې ده،ګرجستان کې موږ سفارت نه درلود، سوداګر کولای شي چې د هغه هېواد ویزه په ازبکستان کې واخلي، تمه لرو چې په دريیم او څلورم پړاو موټریز کاروان کې دغه ستونزې په بشپړ ډول حل شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که حکومت د افغان سوداګرو ستونزې حل نه‌کړي، دغه لاره چې افغان سوداګریز توکي تر نړیوالو بازارونو رسوي له سقوط سره مخ شي.

د دغې خونې ویاند او د اړیکو مسؤل جان اقا نوېد له ازادي راډیو سره په خبرو کې له اړوندو حکومتي ادارو وغوښتل چې د دغې ستونزې هواري ته جدي پام واړوي.

راپور: رحمتالله افغان

XS
SM
MD
LG