د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د کندز دیني عالمان او قومي مشران د امنیتي ځواکونو سرښندنې د قدر وړ بولي


ارشیف، د کندز د ښار یو انځور
ارشیف، د کندز د ښار یو انځور

د کندز دیني عالمان او قومي مشران د امنیت تأمینولو په برخه کې د امنیتي ځواکونو سرښندنې د قدر وړ بولي.

په نوموړې ولایت کې یوشمېر دینې عالمانو او قومي مشرانو له ازادي راډيو سره د خبرو پرمهال وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د سیاسي ثبات رښتیني ساتونکي دي.

دوی دغه راز له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د امنیت تأمینولو او د ورانکارو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، ځکه د ولسونو له همکاریو پرته په یوې ټولنې کې امنیت تأمینول ناشونی کار دی.

دیني عالم مولوي خیرمحمد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ امنیتي ځواکونه چې د خپل د هېواد او د ولس د امنیت تأمینولو په خاطر شپه او ورځې هڅې کوي، له اجر او ثواب څخه خالي نه دي، باید خلک په هر ډول شرایطو کې له خپلو ځواکونو څخه ملاتړ وکړي ترڅو په ټولنې کې تل پاتې امنیت تأمین شي او خلک په یوه ارامه فضا کې سره ژوند وکړي."

د دوی په خبره چې په دې وروستیو کلونو کې په ټولنه کې د ښوونې او روزنې بې سارې وده او دغه راز د اقتصادي او د فکري فعالیتونو پرمختګ، د افغان ځواکونو دنه سټرې کېدونکو هڅو محصول بلل کېږي.

د دې ولایت یو تن قومي مشر نورالدین محمدي په دې اړه وویل:

"د امنیتي ځواکونو هڅې د ثبات د ټينګښت په برخه کې خورا مثبت تاثیر لري، ځکه د دوی د هڅو له کبله زموږ ځوان نسل ښوونځیو ته او پوهنتونونو ته ځي او ټول خلک کار کوي او دا ټول فرصتونه د امنیتي ځواکونو د سرښندنو له کبله رامنځته شوي دي."

په ورته وخت کې ددې ولایت یو تن بل قومي مشر عبدالغفور وايي، چې دا د هر افغان ایماني او وجداني دنده ده چې له خپل وسله وال پوځ څخه په کلکه ملاتړ او ننګه وکړي.

ده وویل:

"زه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکوم چې موږ له دوی څخه راضي یو او په هر ډول شرایطو کې د دوی ترڅنګ ولاړ یو، ځکه د دوی په موجودیت کې خلک د سکون او خوندیتوب احساس کوي."

له دې سره سم د کندز یو تن دینې عالم مولوي محمد الیاس پر خلکو غږ کوي، چې په خپلو سیمو کې د ورانکارو ډلو پر وړاندې پاڅون وکړي، ترڅو په هېواد کې د ټولو ناخوالو او بدمرغیو لمن راټوله شي،

نوموړي زیاته کړه:

"که د هرې سیمې ولسونه یو موټي شي او په خپلو سیمو کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ودرېږي او له هغوی څخه وغواړي چې نور په هېواد کې له جنګ او ورور وژنې څخه لاس واخلي، نو حتماً د خلکو هڅې نتیجه ورکوي، ځکه هېڅ قدرت د ولس پر وړاندې نشي درېدلي."

د کندز اوسېدونکي، دیني عالمان او قومي مشران د خلکو د راویښولو او د پوهاوي برخه کې تاثیر ګذاره څېره بولي او برسېره پردې له افغان ځواکونو څخه د دوی ملاتړ د عامو خلکو پر روحیې او ذهنونو مثبت تاثیر کوي او په پایله کې یې د عامو خلکو او د دولت ترمنځ واټن راکمېدلی شي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG