د کابل پولیس وايي، د افغانستان د ولسي جرګې د کارکوونکې مینې منګل په وژنه د هغې پخوانی مېړه تورن دی.
پولیسو د مینې منګل د پخواني مېړه د نیولو هڅې پيل کړي دي.
د دوی په وینا، ګمان کېږي چې مېرمن مینه منګل به د هغې د پخواني مېړه له خوا وژل شوې وي.
د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"دوی (مینه او مېړه) چې څه وخت له یو بله بېل شول، ترمنځ یې جنجالونه او ستونزې وې او د پلار د اظهاراتو له مخې یې، ټيلیفوني هم ګواښل شوې وه او دغه ادعا مستقیم د مینې منګل په پخواني مېړه وه، پولیس پلټنې کوي، تر اوسه څوک نیول شوي نه دي او له ساحې تښتېدلي، پولیس په دې لټه کې دي چې ویې نیسي."
د افغانستان د ولسي جرګې کارکونکې مینه منګل د شنبې په سهار کله چې د کابل په کارته نو سیمه کې له خپل کوره د دفتر په لور روانه وه، کور ته نږدې په ډزو ووژل شوه.
مېرمن منګل له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر رسنیو کې د فرهنګي او ادبي پروګرامونو د چلوونکې په توګه کار کړی و.
هغې دوه کاله وړاندې واده کړی و، خو په دې ورستیو کې له مېړه جلا شوې وه.
د مینې منګل ماما زمري ازادي راډيو ته وویل، خورزه یې له واده ناخوښه وه او دا لامل شو چې نوموړې له مېړه جلا شي.
ده زیاته کړه:
"د وژل کېدو په اړه یې دقیق معلومات نه لرم، خو خبر یم چې له واده راضي نه وه، له واده مخکې هم خوشحاله نه وه چې بیا وروسته سره بېل شول."
مینه منګل له خپل مرګ یوه اوونۍ وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې د یوشمېر کسانو له لوري ګواښل کېږي.
د مینې وروڼو او پلار د امنیتي ستونزو له امله له ازادي راډيو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
راپور: رحمت الله افغان