ملګري ملتونه وايي، د یمن حوثي یاغیانو موافقه کړې ده چې د دې هېواد له درېیو ساحلي بندرونو څخه به خپل وسله وال وباسي.
ملګري ملتونه وايي، حوثي وسله وال به له نن څخه نیولې تر راتلونکې سې شنبه پورې د یمن د لوېدیځې برخې له درېیو بندرونو په شا شي.
حوثي یاغیانو دا پرېکړه د یمن د جګړې په اړه په سویډن کې د تېرې ډسمبر میاشتې د موافقې له مخې کړې ده.
د سویډڼ په مرکز ستاکهولم کې د یمن حکومتي استازو او د حوثي یاغیانو موافقه کړې وه چې د یمن جګړو ځپلو ته د بشري مرستو د رسېدو په هدف به دواړه خواوې له حدیدیه، الصلیف، او راس عیسی بندرونو څخه خپل وسله وال وباسي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې کمېټې مشر له درېیو بندرونو څخه د حوثي وسله والو وتل د یمن د جګړې په اړه د سویډن د موافقې لومړنی اقدام بللی دی.
ملګري ملتونه وايي، له دې بندرونو څخه د حوثي وسله والو وتل به د یمن د څلور کلنې کورنۍ جګړې سیاسي حل ته زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي دي چې د یمن د جګړې له امله ميلیونونو اغېزمنو شویو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره د حدیدیه ،الصلیف او راس عیسی بندرونو پرانيستل مهم دي.
د سویډن د موافقې له مخې تمه ده چې د یمن حکومتي ځواکونه هم د حدیدیه بندر له شااوخوا څخه ووځي.
د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن له حکومته ملاتړ کوي او دا ائتلاف ادعا کوي چې حوثیان د حدیدیه بندر له لارې له ایران څخه وسلې او مهمات ترلاسه کوي.
حوثي یاغیان دا ردوي چې ګواکې ایران يې پوځي او مالي ملاتړ کوي.
په یمن کې د حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ په څلور کلنې کورنۍ جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.